د سترې محکمې د تدارکاتو امریت خبرتیا
د تدارکاتو قانون د درې څلویښتمې مادې د (۲مې) فقرې له مخې ټولو هیوادوالو ته خبر ورکول کیږي چې د ا.ا.ا ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۲هـ ش مالي کال لپاره د محمد وکیل خیرخواه لمیتد شرکت سره چې د جواز شمېره یې (010-110-95) ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت د کورنیو چارو وزارت په سرک موقعیت لري، د (۲۷۳۵۲۵۰)دوه میلیونه، اوه سوه پنځه دېرش زره او دوه سوه پنځوس افغانۍ په قېمت د کابل ولایت د مرافعه محکمې لپاره د (۲۲) قلمه قرطاسیه بابو د تدارک قرارداد وکړي.
هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه چې په دې اړه نیوکه لري د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له مخې کولاي شي په لیکلي ډول د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو(۷) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او اداري عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنا نه ده، د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو او نورو قانوني مرحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کیږي.