د سترې محکمې د تدارکاتو امریت خبرتیا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو امریت خبرتیا

 

د تدارکاتو قانون د درې څلویښتمې مادې د (۲مې) فقرې له مخې ټولو هیوادوالو ته خبر ورکول کیږي چې د ا.ا.ا ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۲هـ ش مالي کال لپاره  د محمد وکیل خیرخواه لمیتد  شرکت  سره چې د جواز شمېره یې (010-110-95) ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت د کورنیو چارو وزارت په سرک موقعیت لري، د (۲۷۳۵۲۵۰)دوه میلیونه، اوه سوه پنځه دېرش زره او دوه سوه پنځوس افغانۍ په قېمت د کابل ولایت د مرافعه محکمې لپاره د (۲۲) قلمه قرطاسیه بابو د تدارک قرارداد وکړي.

هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه چې په دې اړه نیوکه لري د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له مخې کولاي شي  په لیکلي ډول  د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو(۷) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او اداري عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.

دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنا نه ده، د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو  او نورو قانوني مرحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کیږي.

 

                                                               

Latest announcements

Sun, Nov 05 2023 3:15 PM
Background image

Afghanistan Islamic Emirate supreme court declaration about aerial and ground brutal attacks and atrocities of Zionist Israel on Palestine.


 
For a long time, the oppressed Muslims of Palestine have been mercilessly by Zionist usurpers Israel air and ground attacks, due to which thousands of Palestinian women, children and adults were . . .

Back to announcements