د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا
د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست لپاره د (۷۳۳۲) جوړو نظامي یونیفورم د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي؛ د شرطپاڼې نقل د مالي او اداري چارو عمومي ریاست د تدارکاتو له آمریت څخه په فلش یا ډسک کې تر لاسه کړئ، خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو او عقودو قانون په رڼا کې په سربسته او تړلي ډول د دې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه تر ۲ /۶ /۱۴۰۵هـ ش نېټې تر ۱۰:۳۰ بجو پورې د کابل ښار د عامې روغتیا څلورلارې ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او اداري چارو عمومي ریاست اړوند تدارکاتو آمریت ته وسپارئ، تر یادې نېټې وروسته او د انټرنیټ له لارې را رسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفرونو پرانیسته په ۲ /۶ /۱۴۰۵هـ ش نېټه له غرمې مخکې ۱۰:۳۰ بجې په ستره محکمه کې ترسره کېږي.
یادونه: د آفرونو د پرانیستې څخه تر مخ ناسته ۲۶ /۵ /۱۴۰۵هـ ش نېټه د سترې محکمې په تدارکاتو آمریت کې ترسره کېږي.
