د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي القضات فاریاب ولایت ته سفر وکړ

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۷ - ۹:۱۰
د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي القضات فاریاب ولایت ته سفر وکړ

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) حفظه‌الله او د سترې محکمې قضائي مرستیال محترم شیخ محمد قاسم (راسخ) د یوه قضائي پلاوي په ملتیا ولایتونو ته د سفر په دوام په ۸/۲/۱۴۴۴ هـ ق نېټه فاریاب ولایت ته سفر وکړ.

شیخ صاحب حفظه الله د دغه سفر پر مهال د فاریاب استیناف محکمې ریاست ته له تګ وروسته د دغه ولایت د مقام په تالار کې د مرافعه محکمې له رئیس، محترم والي، محترم مرستیال والي، د محاکمو له قاضي صاحبانو او د یاد ولایت له اوسېدونکي سره وکتل.

محترم شیخ صاحب حفظه‌الله د دې کتنې پر مهال قاضیانو او د ناستې ګډونوالو ته په خطاب هدایت او توصیه وکړه چې خپلې اړوند چارې دې پر ټاکلي وخت ترسره کوي.

د سترې محکمې محترم رئیس او قاضي القضات حفظه‌الله وویل، قضات باید د اسلامي شریعت او سترې محکمې د عالي مقام د هدایاتو او اوامرو مطابق د عدالت د تامین برخه کې خپل لوی مسوولیت په ښه ډول ترسره کړي، هڅه دې وکړي چې د مراجعینو دوسیو ته پر وخت اصولي رسېدنه وکړي او له خلکو سره دې ښه تعامل او غوره اخلاق وکړي، د مراجعینو له ځورولو څخه دې په جدي ډول ځان وساتي.

محترم قضات دې هر وخت هغه اصول، مقررې او متحدالمآلونه چې د سترې محکمې له لارې دوی ته استول کېږي په غور او دقت سره مطالعه او ځان دې پرې پوه کړي، هڅه دې وکړي چې محاکمو ته راجع شوو دوسیو ته په ټاکلي وخت رسېدنه وکړي او تر اجراآتو وروسته یې اړوند مراجعو ته ولېږي.

شیخ صاحب حفظه الله زیاته کړه، محترم قضات باید په خپل منځ، او له نورو ادارو سره لازمه همغږي ولري.

د فاریات ولایت د استیناف محکمې رئیس د سترې محکمې له محترم رئیس او قاضي القضات حفظه‌الله او ورسره مل قضائي پلاوي څخه دغه ولایت ته د سفر په پار مننه وکړه، د عالي مقاماتو د هدایاتو عملي کول یې حتمي او لازمي وبلل.

یاده ناسته د ګډونوالو له خبرو او وړاندیزونو اورېدو وروسته د خیر او فلاح په دعا پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۳۷
Background image

د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست د جزا دېوان عمومي رئیس د (۸) جزائي دوسیو په اړه د وروستیو څېړنو د بشپړولو په موخه درېیو ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش)، د مفتي محمد (حصین) او مفتي عبدالرحمن (مفتي‌زاده) په ملتیا، د ۱۴۴۸هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۰:۲۵
Background image

د کابل ولايت محاکمو په يوه میاشت کې (۴۲۴۳) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۶۵۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کابل ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د وثايقو آمريتونو او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹ /۴ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۴۲۴۳) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۱:۴۲
Background image

د لغمان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې له‌خوا د یاد ولايت امنيه قوماندانۍ منسوبینو ته سيمينار جوړ شو

د لغمان ولایت ښاري ابتدائیه محکمې مسئولینو له‌خوا د یاد ولايت امنیه قوماندانۍ اړوند جنايي مدیریت، د حوزو او ولسوالیو د جنايي آمریتونو اړوند کارکوونکو ته په ۸/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه، درې. . .

بیا په خبرونو کی