د لغمان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې له‌خوا د یاد ولايت امنيه قوماندانۍ منسوبینو ته سيمينار جوړ شو

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۱:۴۲
د لغمان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې له‌خوا د یاد ولايت امنيه قوماندانۍ منسوبینو ته سيمينار جوړ شو

د لغمان ولایت ښاري ابتدائیه محکمې مسئولینو له‌خوا د یاد ولايت امنیه قوماندانۍ اړوند جنايي مدیریت، د حوزو او ولسوالیو د جنايي آمریتونو اړوند کارکوونکو ته په ۸/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه، درې ورځنی سیمینار جوړ شو.
په یاد سيمینار کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس الحاج مولوي محمد یونس (خالص)، د جزا دېوان رئیس مولوي نعمت الله (حقاني)، د عامه امنیت دېوان رئیس مولوي محمد هاشم (سعید)، د جزا دېوان مفتي او عامه امنیت قضائي محرر له‌خوا د امنیه قوماندانۍ یادو منسوبینو ته د جرمونو د کنټرول، ګرفتارۍ، تحقیق، شرعي اخلاقو، د دوسیو ترتیب، متهمینو سره د اصولو مطابق چلند، د کریمنال تخنیک اصول، د سیار او قوماندانۍ د جلب وضاحت، د تطبیق اړوند موضوعات، د قضاء اهمیت، د جرمونو تقسیم او وضاحت، همکارۍ او همغږۍ اړوند معلومات او روزنه ورکړل شوه.
په دغه سيمینار کې ګډونوالو ته د پورته موضوعاتو اړوند لارښوونې او وضاحت ورکړل شول او ټول موضوعات ګډونوالو ته په ښه ډول تشرېح شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۱:۴۲
Background image

د لغمان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې له‌خوا د یاد ولايت امنيه قوماندانۍ منسوبینو ته سيمينار جوړ شو

د لغمان ولایت ښاري ابتدائیه محکمې مسئولینو له‌خوا د یاد ولايت امنیه قوماندانۍ اړوند جنايي مدیریت، د حوزو او ولسوالیو د جنايي آمریتونو اړوند کارکوونکو ته په ۸/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه، درې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۴۶
Background image

د زابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي موسی کلیم (برهاني) په مشرۍ؛ په ۱۳/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محاکمو د اتم زون مسئولینو ترمنځ اداري غونډه وشوه

د کابل ولایت د ښاري ابتدائیه محاکمو د اتم زون د عمومي رئیس محترم شیخ محمد حسن (عدیل) په مشرۍ؛ په ۶/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د قضائي او اداري چارو د لا ښه‌والي او همغږۍ د تقویې په موخه اداري. . .

بیا په خبرونو کی