د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د دولتشاه او قرغهيي ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه
د لغمان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز)؛ د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرام مياشتې په ۲۸مه او ۲۹مه نېټه د یاد ولايت د دولتشاه او قرغهيي ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو له چارو نظارت او ارزونه وکړه.
د مرافعه محکمې رئيس له یادو محاکمو څخه د لیدنې پر مهال اړوند مسؤولینو او منسوبینو ته په خطاب کې وویل، خپلو دندو ته په پابندۍ سره دوام ورکړئ، کارونه مو په دقت او ځیرکتیا سره په شفافه توګه د اسلامي شریعت په رڼا کې ترسره کړئ او له مراجعه کوونکو سره نېک او اسلامي چلند وکړئ.
نوموړي زیاته کړه، د مراجعينو خبرې او شکایتونه په صبر، زغم او پراخې حوصلې سره واورئ.
دغه راز د یادو محاکمو په یو شمېر نورو موضوعاتو هم بحث وشو او په اړه يې ورته لازمې لارښوونې وشوې.
