د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د دولت‌شاه او قرغه‌يي ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۰:۱۴
د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت د دولت‌شاه او قرغه‌يي ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې عمومي ر‌ئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز)؛ د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرام مياشتې په ۲۸مه او ۲۹مه نېټه د یاد ولايت د دولت‌شاه او قرغه‌يي ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو له چارو نظارت او ارزونه وکړه.
د مرافعه محکمې رئيس له یادو محاکمو څخه د لیدنې پر مهال اړوند مسؤولینو او منسوبینو ته په خطاب کې وویل، خپلو دندو ته په پابندۍ سره دوام ورکړئ، کارونه مو په دقت او ځیرکتیا سره په شفافه توګه د اسلامي شریعت په رڼا کې ترسره کړئ او له مراجعه کوونکو سره نېک او اسلامي چلند وکړئ.
نوموړي زیاته کړه، د مراجعينو خبرې او شکایتونه په صبر، زغم او پراخې حوصلې سره واورئ.
دغه راز د یادو محاکمو په یو شمېر نورو موضوعاتو هم بحث وشو او په اړه يې ورته لازمې لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی