د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه
د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد (رباني)، د تحریراتو رئیس مفتي عبدالواحد (حقاني) او د ټولو ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو قاضي صاحبانو ګډون درلود.
غونډه د مفتي محمد موسی (شعیب) لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئیس د محاکمو د چارو د لا ښه تنظیم او د قضائي اجراآتو د اغېزمنتیا په اړه لازمې لارښوونې او هدایات وړاندې کړل.
همدارنګه، په دې ناسته کې د مرافعه محکمې رئیس د قاضي صاحبانو نظرونه، وړاندیزونه او ستونزې واورېدل او د حل او فصل په موخه یې لازمې سپارښتنې وکړې، څو د محاکمو چارې په منظم، اغېزمن او اصولي ډول ترسره شي.
غونډه د اختتامیه دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
