په خوست ولایت کې پر یو تن قاتل د قصاص الهي حکم تطبیق شو

m_admin
Tue, Dec 02 2025 11:53 AM
په خوست ولایت کې پر یو تن قاتل د قصاص الهي حکم تطبیق شو

بسم الله الرحمن الرحيم 
الحمد لله وكفى والصلوة والسلام على عباده الذين اصطفی، اما بعد:
قال الله تبارك وتعالى: وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاة يا أولي الألباب لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (البقرة: ۱۷۹)
ژباړه: ستاسو لپاره په قصاص کې ژوند دی، اې د عقل خاوندانو د دې لپاره چې تاسو تقوا حاصله کړئ.
و ايضاً قال الله تعالى: وَمَن قُتِلَ مَظْلُومًا فَقَدْ جَعَلْنَا لِوَلِيْهِ سُلْطَانًا فَلَا يُسْرِف فِي الْقَتْلِ - إِنَّهُ كَانَ مَنصُورًا (الاسراء: ۳۳) 
ژباړه: او څوك چې مظلوم وژل شوى وي، د هغه وارث ته موږ د غچ غوښتنې (قصاص) حق ورکړی دى، نو پكار ده چې هغه په وژلو کې له حده تېرى ونه کړي، له هغه سره به مرسته وشي.
نن ورځ د خوست ولایت مرکز ورزشي لوبغالي کې په یو تن قاتل باندې د الله (جل‌‌جلاله) حکم (قصاص) تطبيق شو.
دغه قاتل چې يو کس يې د کلاشینکوف په واسطه په قتل رسولی و، شهرت يې په لاندې ډول دی:
د قاتل نوم منګل ، د طلاخان زوی، د رحمت خان لمسی، د پکتیا ولایت د سیدکرم ولسوالۍ د "سجنک" سیمې اصلي او د خوست ولایت د علیشیرو او تریزیو ولسوالۍ د کوزې ابوخانې سیمې فعلي اوسېدونکی دی، د مقتول عبدالرحمن د ظابط زوی، د علي خان لمسي د خوست ولایت د عليشیرو او تریزیو ولسوالۍ  د کوزې ابوخانې سیمې اصلي او فعلي اوسېدونکي د عمدي قتل په پېښه کې نيول شوی و.
یاده موضوع د اسلامي امارت د سترې محکمې اړوند درې ګونو محاکمو (ابتدائیې، مرافعې او تمیز) لخوا په خورا دقیق او مکرر ډول وڅېړل شوه؛ چې په پايله کې پرې د قصاص حکم صادر او تائید شو، وروسته دغه حکم د اسلامي امارت د زعيم عاليقدر اميرالمؤمنين شيخ الحديث مولوي هبة الله اخندزاده (حفظه‌الله) حضور ته د تائید لپاره وړاندې شو.
د عاليقدر اميرالمؤمنين (حفظه‌الله) لخوا هم د دغې موضوع په اړه د وروستي احتیاط په موخه فوق العاده څېړنه وشوه، د مقتول کورنۍ ته د بخښنې او سولې لپاره وړانديز شوی و، د هغوی له نه منلو او انکار وروسته په قاتل باندې د قصاص شرعي حكم د تطبيق امر ورکړل شو او د دغه حکم د تطبیق لپاره د ملک سترې محكمې ته هدایت وشو، چې دغه د قصاص حکم نن سه شنبه (د ۱۴۴۷هجري قمري کال د جمادی الآخرة میاشتې په ۱۱مه) نېټه د خوست ولایت د مرکز په ورزشي لوبغالي کې د عام ولس په یوه مجموعه کې تطبیق کړي.

د قصاص د ترسره کېدو په موخه د ملک د قاضي‌القضات محترم شيخ عبدالحکيم (حقاني) صاحب په هدایت د سترې محکمې د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش) صاحب د يوه پلاوي په ملتیا خوست ولایت ته لېږل شوی و.
په دې غونډه کې د خوست ولایت د مرافعه محکمې رئيس محترم مولوي عین الله (خلیل)، د خوست والي محترم مولوي عبدالله (مختار)، د نورو امارتي ادارو ګڼ شمېر مسؤولينو او په زيات شمېر عامو خلکو ګډون کړی و.
د غونډې په پای کې په ملک کې د سرتاسري امنیت د لا ټینګښت، د خلکو شرعي حقونو ته د لا رسېدو او د اسلامي شریعت د لا ښه تطبيق لپاره دعاء وشوه؛ غونډه د قاتل په وژنه او په دې اړوند د الله تعالی د ستر حکم قصاص په تطبیق پای ته ورسېده.

د یادونې وړ ده چې د قتل په دې قضیه کې درې ګونو محاکمو او د اسلامي امارت د مشرتابه محترم عالي مقام پر دوو نورو مجرمینو هم د قصاص الهي حکم د تطبیق امر کړی؛ خو دا چې د مقتولینو ځینې وارثین له ملک څخه بهر استوګن او دلته موجود نه دي؛ نو د شرعي احکامو له مخې پر دغه مجرمینو د قصاص الهي حکم تطبیق د مقتولینو د وارثینو تر حاضرېدو معطل شو.

Latest news

Tue, Dec 02 2025 12:04 PM
Background image

In Khost Province, the divine order of Qisas (retaliation) was carried out on a murderer

‎بسم الله الرحمن الرحیم
‎الحمد لله و کفی والصلاة والسلام علی عباده الذین اصطفی اما بعد:

قال الله تبارك وتعالى: وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاة يا أولي الألباب لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ. . .

Tue, Nov 25 2025 3:33 PM
Background image

Under the directive of the Honorable Chief Justice and head of the supreme court, 7,521 prisoners were released or granted sentence reductions.

Based on the instructions of the High Authority of the Supreme Court of the Islamic Emirate of Afghanistan, and following inspections and monitoring carried out by an assigned. . .

Wed, May 14 2025 3:57 PM
Background image

The Honorable Chief Justice and the Head of the Supreme Court held a meeting with the officials of the Kabul Urban Primary Court

Today, Wednesday (16th Dhul-Qa’dah 1446 AH), the Honorable Sheikh Abdul Hakim “Haqqani”, Chief Justice and Head of the Supreme Court of the Islamic Emirate of Afghanistan, held a. . .

BACK TO NEWS