د سترې محکمې د تدارکاتو ادارې خبرتیا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو ادارې خبرتیا

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د (2)مې فقرې له مخې ټولو هیوادوالو ته خبر ورکول کیږې چې د افغانستان  اسلامي امارت  ستره محکمه په نظر کې لري چې د 1402 هـ ش مالي کال لپاره د پل اعتماد لوژستیکي خدمتونو شرکت سره چې د جواز شمېره یې (50949)  ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت په کارته نو سیمه کې موقعیت لري، د (7985638) اوه میلیونه نهه سوه پنځه اتیا زره او شپږ سوه آته دیرش افغانۍ په قېمت سره د مرکز کارکوونکو لپاره د غرمې ډوډي د پخولو لپاره  د(4) قلمه خوراکي توکو د تدارک قرارداد وکړي.

هر ډول حکمي اوحقیقي شخصیتونه چې په دې اړه نیوکه لري د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له مخې کولاي شي په  لیکلي ډول د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دغه اعلان  د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو(7) تقویمي ورځو پورې  دعامې روغتیا څلور لاري ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او اداري عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.

دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنی نه ده د پورته ذکرشوې نېټې تر پوره کېدو او نورو قانوني مرحلو ترسره ته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کیږي.

Latest announcements

Sun, Nov 05 2023 3:15 PM
Background image

Afghanistan Islamic Emirate supreme court declaration about aerial and ground brutal attacks and atrocities of Zionist Israel on Palestine.


 
For a long time, the oppressed Muslims of Palestine have been mercilessly by Zionist usurpers Israel air and ground attacks, due to which thousands of Palestinian women, children and adults were . . .

Back to announcements