د سترې محکمې د تدارکاتو ادارې خبرتیا
د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د (2)مې فقرې له مخې ټولو هیوادوالو ته خبر ورکول کیږې چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري چې د 1402 هـ ش مالي کال لپاره د پل اعتماد لوژستیکي خدمتونو شرکت سره چې د جواز شمېره یې (50949) ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت په کارته نو سیمه کې موقعیت لري، د (7985638) اوه میلیونه نهه سوه پنځه اتیا زره او شپږ سوه آته دیرش افغانۍ په قېمت سره د مرکز کارکوونکو لپاره د غرمې ډوډي د پخولو لپاره د(4) قلمه خوراکي توکو د تدارک قرارداد وکړي.
هر ډول حکمي اوحقیقي شخصیتونه چې په دې اړه نیوکه لري د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له مخې کولاي شي په لیکلي ډول د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دغه اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو(7) تقویمي ورځو پورې دعامې روغتیا څلور لاري ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او اداري عمومي ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنی نه ده د پورته ذکرشوې نېټې تر پوره کېدو او نورو قانوني مرحلو ترسره ته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کیږي.