په پکتيا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۱۲:۱۹
په پکتيا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ په ۷/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان یاد متهم پر يو کال تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر متهم تطبيق شوه.
د تعزیري سزا د تطبيق په موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محمکې او ښاري ابتدائیه محکمې مسؤولینو، مراجعينو او ګڼ شمېر عامو هېوادوالو ګډون درلود.
غونډه د تعزیري سزا له تطبیق وروسته د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۴:۳۸
Background image

د کندهار ولايت دامان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د دوو کورنيو ترمنځ دښمني په دوستۍ بدله شوه

د کندهار ولايت دامان ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په ډېرو هڅو د دوو کورنيو ترمنځ یوولس کاله مخکې رامنځته شوې د قتل موضوع؛ په ۱۰/ ۶/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل او شته دښمني يې په دوستۍ بدله شوه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

د قضائي زده کړو عمومي ریاست لخوا د اختصاصي محاکمو قضائي غړو ته د ظرفیت لوړونې سيمينار پای ته ورسېد

د سترې محکمې د قضائي زده کړو عمومي ریاست لخوا د ملک ټولو اختصاصي محاکمو قضائي غړو ته جوړ شوی سيمینار؛ په ۱۳/ ۶/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه په بریالیتوب سره پای ته ورسېد.
په دې موخه جوړه شوې غونډه د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۵ - ۱۰:۵۵
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستیال او د وثایقو د ثبت آمرینو ترمنځ اداري غونډه وشوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستیال محترم مفتي محمد مبین (الطاف) په مشرۍ؛ د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د جمادی الآخرة میاشتې په ۸مه نېټه، د کابل ولایت د وثایقو آمریتونو له آمرینو سره اداري غونډه. . .

بیا په خبرونو کی