د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستیال د یادې محکمې د مخزن آمریت له چارو څخه لیدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۹:۳۵
د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستیال د یادې محکمې د مخزن آمریت له چارو څخه لیدنه وکړه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې مرستیال، مفتي محمد مبین الطاف (ابوالاعجاز)، د ۱۴۴۷هـ ق کال د ذوالحجة الحرام میاشتې په ۲۱مه نېټه، د دغه ولایت د اړوند محاکمو د سندونو، دوسیو او رسمي وثیقو د ساتنې او تنظیم له مخزن (مخزن آمریت) څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې موخه د مخزن آمریت د چارو ارزونه، د اسنادو او وثیقو د ساتنې د بهیر څارنه، د اداري نظم د لا پیاوړتیا لپاره د لازمو تدابیرو نیول او د یاد آمریت د مسؤولینو د ستونزو او وړاندیزونو اورېدل وو.
محترم مفتي صاحب د مخزن آمریت بېلابېلې څانګې له نږدې وکتلې، د اسنادو د ثبت، تنظیم، ساتنې او بېرته سپارلو اړوند اجراآت یې په دقت سره وارزول او د چارو د لا ښه تنظیم، چټکتیا او شفافیت په موخه یې مسؤولینو ته لازمې سپارښتنې او هدایات وړاندې کړل.
نوموړي د قضائي اسنادو او رسمي وثیقو د خوندي ساتنې ارزښت ته په اشاره ټینګار وکړ، چې د مخزن چارې د قضائي ادارو له مهمو او بنسټیزو مسؤولیتونو څخه شمېرل کېږي او باید د اسنادو د ساتنې، تنظیم او لاسرسي په برخه کې پوره دقت او امانتداري وشي.
ورپسې یې د مخزن آمریت له مسؤولینو او کارکوونکو سره ځانګړې غونډه وکړه؛ د یاد آمریت له مسؤولینو څخه یې د ورځنیو فعالیتونو، لاسته راوړنو، شته ننګونو او اړتیاوو په اړه معلومات وکړل.
د مرافعه محکمې مرستیال د هغوی خبرې او غوښتنې په غور سره واورېدې او د شته ستونزو د حل، د کاري چاپېریال د لا ښه والي او د چارو د اغېزمنتیا لپاره یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
همداراز نوموړي د مخزن آمریت د مسؤولینو او کارکوونکو هڅې وستایلې او هغوی یې وهڅول چې د اسنادو د ساتنې او تنظیم په برخه کې خپلې چارې په لا زیات اخلاص، دقت او مسؤولیت ترسره کړي، څو د قضائي ادارو مهم اسناد او وثیقې په خوندي او منظم ډول وساتل شي.
د غونډې په پای کې د ګډونوالو ترمنځ د نظرونو او وړاندیزونو تبادله وشوه، د مطرح شویو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې او سپارښتنې وشوې او غونډه د اسلامي نظام د لا پیاوړتیا او د قضائي چارو د بریالیتوب لپاره د خیر او برکت په دعاء سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۰:۲۹
Background image

د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د روزګان ولایت دهراود ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړيتوب، په ۱۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴
Background image

د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د یاد ولايت د رؤیت هلال هيئت غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور (دین پرور)، د علماوو شورا، امربالمعروف، نهی عن المنکر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۴۲
Background image

جلسه هماهنگی هیئت رؤیت هلال ولایت بدخشان برگزار شد

تحت رهبری الحاج مولوی محمد صابر (حنفی)، رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان، به تاریخ ۲۴/۴/۱۴۴۸هـ ق، جلسه هماهنگی با اشتراک تمامی اعضای هیئت رؤیت هلال آن ولایت برگزار شد.
در آغاز جلسه، رئیس. . .

بیا په خبرونو کی