د روزګان ولايت دهراود ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل موضوع حل شوه
د روزګان ولایت دهراود ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو؛ د قومي مشرانو او سپينږیرو په منځګړيتوب، په ۱۹ /۴ /۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع د دوو کورنیو ترمنځ د لفظي شخړې له امله رامنځته شوې وه، چې په پایله کې یې یو کس وژل شوی و.
دغه موضوع ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په دقت وڅېړل شوه، جانبینو ته د سولې ترغيب وشو، دوی هم ومنله او موضوع يې رسمًا پای ته ورسېده.
