د کندهار ولايت ژړۍ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۱۲
د کندهار ولايت ژړۍ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د کندهار ولايت ژړۍ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د رئيس محترم مفتي عبدالقیوم (حقاني) په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپین‌ږيرو په منځګړيتوب، د قتل رامنځته شوې موضوع په ۲۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل او فصل شوه.
یاده موضوع د ژړۍ ولسوالۍ اړوند سنګحصار د سرټک په سیمه کې د دوو کسانو د لفظي شخړې له امله رامنځته شوې وه او یو کس په کې وژل شوی و.
دغه موضوع ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه، دواړه طرفونه سولې ته وهڅول شول او دوی هم ومنله.
په دې موضوع کې د قاتل له خوا مقتول ته ديت ورکړل شو او موضوع يې د يوې غونډې په ترڅ کې چې قومي مشرانو او د امارتي ادارو استازو په کې ګډون درلود، حل او رسماً پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د سترې محکمې دارالانشاء عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې دارالانشاء عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په درېیمه ربعه کې لاندې عمده فعالیتونه ترسره کړي دي:

دارالانشاء عمومي ریاست په درېیمه ربعه کې د محاکمو د تبدیلۍ په برخه کې (۵۰۱). . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۱۲
Background image

د کندهار ولايت ژړۍ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د کندهار ولايت ژړۍ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د رئيس محترم مفتي عبدالقیوم (حقاني) په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپین‌ږيرو په منځګړيتوب، د قتل رامنځته شوې موضوع په ۲۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۱۱
Background image

د پکتيا ولايت د وزي ځدراڼ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د پکتيا ولايت د وزي ځدراڼ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو؛ د قومي مشرانو او سپين‌ږيرو په منځګړیتوب، په ۲۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د قتل موضوع حل او فصل شوه.
په یاده موضوع کې دواړه. . .

بیا په خبرونو کی