د کندهار ولايت ژړۍ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل شوه
د کندهار ولايت ژړۍ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د رئيس محترم مفتي عبدالقیوم (حقاني) په ډېرو هڅو؛ د قومي مشرانو او سپینږيرو په منځګړيتوب، د قتل رامنځته شوې موضوع په ۲۸/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه حل او فصل شوه.
یاده موضوع د ژړۍ ولسوالۍ اړوند سنګحصار د سرټک په سیمه کې د دوو کسانو د لفظي شخړې له امله رامنځته شوې وه او یو کس په کې وژل شوی و.
دغه موضوع ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شوه، دواړه طرفونه سولې ته وهڅول شول او دوی هم ومنله.
په دې موضوع کې د قاتل له خوا مقتول ته ديت ورکړل شو او موضوع يې د يوې غونډې په ترڅ کې چې قومي مشرانو او د امارتي ادارو استازو په کې ګډون درلود، حل او رسماً پای ته ورسېده.
