د هلمند ولایت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۰:۴۳
د هلمند ولایت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

د هلمند ولايت ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي فضل الرحمن (فضلي)؛ په ۱۱/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه د جزا او ترافيکو دېوانونو د مفتي صاحبانو په ملتيا، د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه.
د ليدنې په پيل کې یاد پلاوي د زندانیانو احوال واخیست، د هغوی ستونزې یې واورېدې، کومو بندیانو چې ستونزې درلودې یادداشت شوې، ترڅو وروسته له اړونده دېوانونو سره شریکې شي.
د ليدنې په دوام د یاد پلاوي لخوا د بندیانو د اوسېدو د ځای، خوراک او څښاک معلومات وشول او د زندان مسؤولينو ته لازمې سپارښتنې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۱:۵۷
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په يوه مياشت کې د (۷۰) وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړي

د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په يوه مياشت کې (له ۱ /۱ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹ /۱ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې د (۷۰) بېلابېلو وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړې دي.
 یاد کمېسیون د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۱:۳۷
Background image

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له ښاري ابتدائیه او د (۸) ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل پلاوي، د ۱۴۴۸هـ ق کال د صفرالمضفر میاشتې له ۸مې تر ۱۳مې نېټې د دغه ولايت د ګوشتې، کوزکونړ، دره نور،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۱:۰
Background image

د سترې محکمې د کارکوونکو چارو عمومي رياست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د کارکوونکو چارو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د چارو ادارې لوی ریاست اړوند د امارت د تأمین لاندې منازلو او جایدادونو. . .

بیا په خبرونو کی