د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۴۷۶) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۵۶) وثیقې يې هم اجرا کړې دي
د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۶/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۴۷۶) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۵۶) وثيقې يې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په حقوقي برخه کې د (۱۴۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۷۶) دوسیې فیصله شوې، (۳۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په جزائي برخه کې د (۶۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۴۰) دوسیې فیصله شوې، (۱۱) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د خوست ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۵۶) بېلابېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.
