د پکتیکا ولایت د وړممۍ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۵:۱۶
د پکتیکا ولایت د وړممۍ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

 د پکتیکا ولایت د وړممۍ ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولینو په هڅو، د علماء کرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب، په ۲۱/۱/۱۴۴۸هـ ق نېټه د قتل یوه موضوع د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده موضوع د دوو کورنیو ترمنځ د فزیکي شخړې له امله رامنځته شوې وه او یو کس په کې په قتل رسېدلی و.
د ابتدائیه محکمې د مسؤولینو په هڅو او د سيمې د علماءکرامو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د مقتول کورنۍ د قاتل له کورنۍ سره سولې ته وهڅول شوه، له ډېرو هڅو او ترغیب وروسته جانبینو سولې ته غاړه کېښوده.
یاده د قتل موضوع د جانبینو تر رضایت وروسته د يوې غونډې په ترڅ کې، چې د سيمې علماء کرامو، قومي مشرانو او سپین‌‌ږیرو هم په کې ګډون درلود؛ د مقتول کورنۍ له خوا قاتل ته په بخښنې سره په رسمي ډول پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی