د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د څرخ او خروار ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۲۹
د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د څرخ او خروار ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه

د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي فضل‌الرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۰/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت د څرخ او خروار ولسواليو ابتدائیه محاکمو ته د قضائي او اداري چارو د ارزونې په موخه سفر وکړ.
 یاد هيئت د ليدنې په پیل کې د قضائي چارو جزائي او حقوقي فیصلو، قرارونو، قضائي جریان، د عرايضو د ثبت کتاب، اندراج، صادرې، واردې، رسیداتو، مراسلاتو او د حقوقو مدیریت د تطبیق له جریان څخه لیدنه او ارزونه وکړه.
 ورپسې یاد هیئت د اجراآتو  د لا ښه‌والي او اصلاح په اړه د محاکمو مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې او هم يې د ورځنیو کارونو د چټکتیا، د ځنډ د مخنیوي، له مراجعینو سره د ښه سلوک او له امنیتي ارګانونو سره د همغږۍ د لا تقویې په اړه ورته توصیې وکړې.
په پای کې د یادو محاکمو اړتیاوې یادداشت او د پوره کولو په برخه کې یې د لازمو اجراآتو ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۲:۱۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د فاریاب ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف پلاوي د محترم مولوي سیف الرحمن (ذاکر) په مشرۍ، چې مولوي عبدالحلیم (مظهري) او مولوي شمس الدین (احدي) يې غړيتوب. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۰:۳۳
Background image

د روزګان ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د رؤیت هلال هيئت د غړو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د روزګان ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په مشرۍ د یاد ولایت د مقام، امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایاتو اورېدو او د نظامي محکمې استازو، د علماوو شورا، حج. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۰:۹
Background image

د لغمان ولایت ښاري ابتدائیه محکمې مسئولینو د دغه ولايت د قوماندانۍ له نظارت‌خونې څخه لیدنه وکړه

د لغمان ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس الحاج مولوي محمد یونس (خالص) د دېوانونو رئیسانو په ملتیا، په ۲۳/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د لغمان ولایت د امنیه قوماندانۍ له نظارت‌خونې څخه لیدنه وکړه.
. . .

بیا په خبرونو کی