د پکتیکا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه
د پکتیکا ولایت مرافعه محکمې د عمومي رئیس محترم مفتي محمود سید (مخلص) په مشرۍ، د دغه ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د رئیس، د دې محکمې د جزا دېوان رئیس، امنیه قوماندان، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت رئیس، د استخباراتو ریاست او د علماوو شورا استازو په ګډون، په (۲۹ / ۵ /۱۴۴۸هـ ق) نېټه د همغږۍ غونډه وشوه.
یاده غونډه د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د پکتیکا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس د یو شمېر موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
دغه راز په دې غونډه کې د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا او د چارو د ښه ترسره کېدو په اړه نظرونه تبادله شول او د ځینو ستونزو لپاره د حل مناسبې لارې چارې وموندل شوې.
ناسته د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
