د لوګر ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د څرخ او خروار ولسواليو له ابتدائيه محاکمو څخه لیدنه وکړه
د لوګر ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي فضلالرحیم (عابد) په ګډون يوه هیئت، په ۲۰/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولایت د څرخ او خروار ولسواليو ابتدائیه محاکمو ته د قضائي او اداري چارو د ارزونې په موخه سفر وکړ.
یاد هيئت د ليدنې په پیل کې د قضائي چارو جزائي او حقوقي فیصلو، قرارونو، قضائي جریان، د عرايضو د ثبت کتاب، اندراج، صادرې، واردې، رسیداتو، مراسلاتو او د حقوقو مدیریت د تطبیق له جریان څخه لیدنه او ارزونه وکړه.
ورپسې یاد هیئت د اجراآتو د لا ښهوالي او اصلاح په اړه د محاکمو مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې او هم يې د ورځنیو کارونو د چټکتیا، د ځنډ د مخنیوي، له مراجعینو سره د ښه سلوک او له امنیتي ارګانونو سره د همغږۍ د لا تقویې په اړه ورته توصیې وکړې.
په پای کې د یادو محاکمو اړتیاوې یادداشت او د پوره کولو په برخه کې یې د لازمو اجراآتو ډاډ ورکړل شو.
