په ننګرهار ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۰:۴۰
په ننګرهار ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې جزا دېوان د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې په پر غلا متهم وو؛ په ۱۶/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد کسان پر دوه ـ دوه کاله تنفيذي بند او ۲۵ـ ۲۵ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر یادو متهمينو تطبيق شوه.
د تعزیري سزا یاد حکم د ابتدائیه محکمې مسؤولينو، د محبس او نورو امارتي ادارو مسؤولينو په شتون کې پر متهمينو تطبيق شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۰:۳۳
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۱۵۱) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې له (۱/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه تر ۱۵/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق) نېټې پورې (۱۱۵۱) بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۴:۵۹
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون لخوا دوو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت مرافعه محکمې اړوند ښاري ابتدائیه محکمې څلورم زون د جزا دېوان د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته چې پر زنا متهم وو؛ په ۱۸/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۳:۵۴
Background image

په پکتيکا ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيکا ولايت برمل ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د قتل د پلان او تخريب کارۍ په جرم، په ۱۸/ ۶/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاد کسان پر دوه. . .

بیا په خبرونو کی