د سترې محکمې د پلان او پالیسۍ ریاست د ۱۴۴۶ هـ ق کال د درېیمې ربعې د فعالیتونو لنډ راپور 

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۸ - ۹:۴۴
د سترې محکمې د پلان او پالیسۍ ریاست د ۱۴۴۶ هـ ق کال د درېیمې ربعې د فعالیتونو لنډ راپور 

د سترې محکمې د پلان او پالیسۍ ریاست د ۱۴۴۶ هـ ق کال په درېيمه ربعه کې لاندې فعاليتونه سرته رسولي دي:
1.    مرکزي ریاستونو ته مکتوبونه لېږل شوي تر څو د سترې محکمې د ترسره شویو پلاني او غیر پلاني فعالیتونو راپورونه راټول شي.
2.    د پلان مطابق د دویمو واحدونو څخه د میاشتني راپور راټولولو لړۍ له ۳۴ ولایتي مرافعه محاکمو څخه دوامداره ده؛ راپورونه تر توحید وروسته د اداري معاونیت، قضائي تفتیش عمومي ریاست او د کارکوونکو چارو عمومي ریاست ته د اجراآتو لپاره لېږل کېږي؛ همدا راز ربعوار راپورونه په ټاکلي وخت کې راټولیږي او اړوندو ادارو، لکه د امر بالمعروف وزارت، د چارو ادارې لوی ریاست، د مقام دفتر او اداري معاونیت ته استول کېږي.
3.    د ستراتیژیک پلان پر بنسټ، د درېیمې ربعې لپاره د نظارت او ارزونې موخو لپاره ځانګړي چک ‌لېستونه ترتیب شوي، چې د ریاستونو د فعالیتونو د څارنې او ارزونې لپاره کار ترې اخیستل کېږي، یاد چک ‌لېستونه ټولو اړوندو مرکزي ریاستونو ته استول شوي، ترڅو معلومه شي چې فعالیتونه د پلان سره سم اجراء شوي دي او کنه؟
4.    د ۱۴۴۶ هـ ق کال د درېیمې ربعې احصائیوي فورمې تر ډکولو وروسته ملي احصائیې ادارې ته لېږل شوې دي.
5.    د ۳۴ ولایتونو د محاکمو، د تمیز ۱۰ دېوانونو د قضائي اجراآتو او د حقوقو عمومي ریاست د کاري اجراآتو جدول ترتیب شوی او د قضائي تفتیش د (مرکز او جنوب غرب) زونونو ریاستونو ته د محاکمو د اجراآتو د ارزونې لپاره استول شوی دی. 
6.    د ۳۴ ولایتونو د محاکمو د قضیو د رسېدنې راپور د ۱۴۴۶ هـ ق کال د دویمې ربعې لپاره، د مالي او اداري ریاست ته استول شوی دی.
7.    د فتحې له نېټې څخه د ۱۴۴۶ هـ.ق کال تر دویمې ربعې پورې د ابتدائیه، مرافعه او تمیز محاکمو، حقوقو عمومي ریاست او وثایقو د اجراآتو راپور ترتیب شوی او د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو ریاست ته استول شوی دی.
8.    د محاکمو د (۱۴۰۰، ۱۴۰۱، ۱۴۰۲، ۱۴۰۳ هـ ش کلونو) د وثایقو اجراآتو راپور ترتیب او د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو ریاست ته لېږل شوی دی.
9.    د تمیز عالي ریاستونو د (۱۰) دېوانونو او د ۳۴ ولایتونو د محاکمو د درېیمې ربعې راپورونه ترتیب او په احصائیې ډیتابیس کې ثبت شوي دي.
10.    د افغانستان اسلامي امارت د محترمې کابینې د پرېکړو د ابلاغ، تعقیب، ترتیب او راپورونو د راټولولو په برخه کې تل لازم اجراآت ترسره شوي دي.   
11.    د کابینې د (۱۱مې) شمېرې، (۱۷/۹/۱۴۴۶ هـ ق) نېټې مصوبې د (۱، ۲، ۳)  بندونو راپور ترتیب او چارو ادارې لوی ریاست ته استول شوی دی.
12.    د ۱۴۴۵ هـ ق کال د شپږو احکامو (۴۹۰۹ - ۴۹۸۸ - ۵۰۸۳ - ۵۰۸۵ - ۵۰۸۷ – ۵۵۶۸) د تطبیق راپور ترتیب او د احکامو او فرامینو د نظارت لوی ریاست ته لېږل شوی دی.
13.    د ۱۴۴۶ هـ ق کال په جریان کې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د ۲۸ قطعې احکامو (۱۲۷۶ - ۱۲۸۰ - ۱۲۸۱ - ۱۳۷۹ - ۱۵۹۴ - ۲۱۸۴ - ۲۲۲۱ - ۲۲۲۳ - ۲۳۱۳ - ۱۹۸۱ - ۱۹۰۵ - ۱۸۹۱ - ۱۸۱۶ - ۱۷۷۲ - ۱۶۴۴ - ۱۶۴۳ - ۱۶۳۷ - ۱۵۹۵ - ۱۹۴۵ - ۲۵۵۵ - ۲۵۵۲ - ۱۹۹۸ - ۱۹۷۴ - ۲۰۷۴ - ۲۰۸۱ - ۲۲۴۱ - ۲۲۵۱ – ۲۲۶۹) د تطبیق راپور ترتیب او اړوند ادارو ته استول شوی دی.
14.    د ریاست‌الوزراء عالي مقام د (۱۰۰مې) شمېرې، ۴/۱/۱۴۴۶ هـ ق نېټې حکم د تطبیق راپور ترتیب او د چارو ادارې لوی ریاست ته لېږل شوی دی.
15.    د سترې محکمې د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو ریاست د غوښتنې مطابق د ۱۴۴۶ هـ ق کال د دویمې ربعې لپاره د مرکزي ریاستونو د فعالیتونو راپور ترتیب، توحید او په "قضاء" مجله کې د چاپ او نشر لپاره لېږل شوی دی.
16.    له پنځه کلن ستراتیژیک پلان څخه د یو کلن پلان تجرید، ترتیب او تنظیم ترسره شوی دی.
17.    اقتصاد وزارت ته د هغوی د مطالبې په اساس د سترې محکمې د منسوبینو د ظرفیت لوړونې ستراتیژیک پلان راپور استول شوی دی.
18.    د ۱۴۰۴ هـ ش مالي کال لپاره د سترې محکمې د منسوبینو د ظرفیت لوړونې پلان ترتیب او اقتصاد وزارت ته لېږل شوی دی.
19.    د درېیمې ربعې لپاره د ۳۴ ولایتونو د مرافعه محاکمو د حاضریو راپور د ۱۴۴۶ هـ ق کال ترتیب، توحید او اړوندو مراجعو ته استول شوی دی.
20.    د دویمې ربعې لپاره د ښځو د میراث او ملکیت حقوقو ته د لاسرسي راپور ترتیب شوی او د درېیمې ربعې راپور تر کار لاندې دی.
21.    د یو کلن پلان مطابق د دویمې ربعې لپاره د مرکزي ریاستونو پلان شوي او غیر پلاني فعالیتونه ترتیب او د چارو ادارې لوی ریاست ته استول شوي دي.
22.    د سترې محکمې د کلني پلان له مخې، د پالیسيو، طرزالعملونو، لاروښودونو، موجوده او اړینو میکانیزمونو د معلوماتو راټولولو لپاره پوښتنلیکونه د مرکزي ریاستونو سره شریك شوي وو، چې له راټولو وروسته په ټاکلي فارمټ کې ترتیب او یوځای شول او اړوند جدول د مقام د اصولو مطابق شریک کړل شوی دی.
23.    د مالیې وزارت له خوا د بودیجې اورېدنې په غونډه کې ګډون شوی او د موضوع اړوند نظریات وړاندې شوي دي.
24.    د چارو ادارې لوی ریاست له خوا جوړ شوي ورکشاپ کې چې د پلان او راپور ورکولو په تړاو ترتیب شوی و، ګډون شوی دی.
25.    د ۱۴۴۶ هـ ق کال د درېیمې ربعې لپاره د پلان مطابق د مرکزي ریاستونو د اداري فعالیتونو د څارنې پروسه په حضوري ډول پیل شوې ده.
26.    د سترې محکمې داخلي مسجد پراخولو کار، د کابل ښار د ښاري محکمې د مسجد د جوړېدو، د کتابتون د پراخېدو لپاره د ډیزاینونو ترتیب او د کار څارنه، په جنگلک کې د تعلیمات قضائي اړوند مسجد د بیارغونې کار دوامداره څارنه شوې ده.
27.    د تدارکاتو ملي ریاست د تخنیکي معاونیت د (۴مې) شمیرې تعدیل په اساس، د ټولو امارتي ادارو لپاره د IMS ډیجیټل سیستم خدمات وړاندې کولو قرارداد د افغان تلیکام مخابراتي شرکت سره ترسره شوی دی.
28.    د مالي او اداري چارو عمومي ریاست د رسمي وړاندیز پر اساس، د محاکمو د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست لپاره IMS Voice over IP سیسټم په امتحاني ډول فعال کړی دی، چې له هغه څخه اوس مهال استفاده روانه ده. په راتلونکي پلان کې، د سترې محکمې د دفترونو لپاره هم دا سیسټم فعال کول په پام کې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۱:۵۷
Background image

د فراه ولايت مرافعه محکمې يوه پلاوي د یاد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

د فراه ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ غلام رسول (احساني) د شفاهي هدایت پر اساس د دې محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي محمد اسماعیل (منصور) په مشرۍ پلاوي، چې د یاد دېوان مفتي، د ښاري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۱:۵۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د فارياب ولايت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د محترم مولوي عبدالولي (مصباح) په مشرۍ د قضائي پلټنې يوه پلاوي چې مولوي عبدالحليم (مظهري) او عبدالله (ذکي) یې غړيتوب درلود؛ د روان ۱۴۴۷ هـ ق کال د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۱:۱۲
Background image

په غزني ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د غزني ولايت قره باغ ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر لواطت متهم وو؛ نن سه شنبه ۱۶/ ۳/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې ياد. . .

بیا په خبرونو کی