د میدان وردګ ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۵۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۲۵
د میدان وردګ ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۵۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د میدان وردګ ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۳ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۳ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۵۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۷) وثیقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۱۳۹) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۰۳) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۲) دوسیې فیصله شوې، (۱۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۱۲۸) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۴۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۱) دوسیې فیصله شوې، (۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
په تېره یوه میاشت کې (۱۲) تجارتي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۳) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثیقو برخه کې:
د میدان وردګ ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۱۹۷) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۱۰
Background image

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونیو کې (۱۴۳۹) دوسیو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت ښاري ابتدائیه محکمې په دوو اونیو کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۴۳۹) دوسیو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئیات یې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۲۹
Background image

کابل ولايت د حقوقو رئيس د دغه ولایت د چهاراسیاب او موسهي ولسواليو د حقوقو له مديریتونو څخه ليدنه وکړه

د
د کابل ولايت د حقوقو رئيس محترم مفتي نصیب الله (طیب)، په ۲۴ /۴ /۱۴۴۸هـ ق نېټه د دغه ولايت د چهاراسیاب او موسهي ولسواليو د حقوقو له مديريتونو څخه ليدنه وکړه.
محترم مفتي نصیب الله (طیب). . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۵:۵
Background image

د سترې محکمې د نظامي معاونيت د دفتر نوي رئيس مولوي عبدالغفار (بریالي) د معرفت غونډه وشوه

د سترې محکمې د نظامي معاونيت د دفتر نوی ټاکل شوی رئيس محترم مولوي عبدالغفار (بریالی) نن ورځ، په (۲۴/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د يوې غونډې په ترڅ کې د یاد معاونيت قضائي غړو او اداري کارکوونکو. . .

بیا په خبرونو کی