د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۵۲۶) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۵۳) وثیقې یې هم اجرا کړې دي
د خوست ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، اختصاصي او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۳ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۳ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۲۶) دوسیو ته رسېدنه کړې او (۳۵۳) وثیقې یې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئیات یې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په حقوقي برخه کې د (۱۳۳) دوسیو په اړه قضایي قرارونه صادر شوي، (۹۷) دوسیې فیصله شوې او (۲۹) دوسیې مکتوبي مستردې شوې دي.
په جزائي برخه کې:
په جزائي برخه کې د (۸۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۷۶) دوسیې فیصله شوې او (۹) دوسیې مکتوبي مستردې شوې دي.
د وثیقو برخه کې:
د خوست ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۳۵۳) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.
