د لغمان ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۶ - ۱۳:۳۸
د لغمان ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د مسؤولينو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

د لغمان ولايت ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئيس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ؛ د يادې محکمې د دېوانونو رئيسانو، قضائي غړو او د تحريراتو عمومي مدیر په ګډون په ۱۶/ ۱۰/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه د همغږۍ غونډه وشوه.
 غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آياتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د ښاري ابتدائیه محکمې عمومي رئيس د ناستې ګډونوالو ته په خاصر کې وويل، د حاضرۍ پابندي وکړئ، پر خپل وخت دندو ته حاضر شئ، د رسمياتو پر مهال خپلې دندې او مسؤوليت ته ژمن پاتې شئ؛ ځکه دا مو ديني او اسلامي وجيبه ده.
د غونډې په دوام د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس زیاته کړه، ټول قضائي غړي دې د غرمې ډوډۍ په محکمه کې خوري، ترڅو د هېوادوالو او مراجعينو په کارونو کې ځنډ رامنځته نشي.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۴۲
Background image

د کابل ولايت د حقوقو رئيس د دغه ولایت د څلورو ولسواليو د حقوقو له مديریتونو څخه ليدنه وکړه

د کابل ولايت د حقوقو رئيس محترم مفتي نصیب الله (طیب)، په (۲۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دغه ولايت د شکردرې، ګلدرې، میربچه کوټ او کلکان ولسواليو د حقوقو له مديريتونو څخه ليدنه وکړه.
د کابل د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۰
Background image

د سترې محکمې قضائي مرستيال د یوه پلاوي په مشرۍ د لوګر ولایت د مرافعه او ابتدائیه محاکمو له چارو څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د قضائي مرستيال محترم شیخ محمد قاسم (راسخ) صاحب، د کارکوونکو چارو عمومي رئیس مولوي سیف الله (آغا) او د استخدام او سوانحو رئیس مفتي عبدالوارث (سعید) په ملتیا، د يکشنبې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۲:۷
Background image

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي عبدالکریم (شعیب) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو د رئیسانو او د یاد ولایت د (۱۵) ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو د رئیسانو. . .

بیا په خبرونو کی