د کابل ولايت د حقوقو رئيس د دغه ولایت د څلورو ولسواليو د حقوقو له مديریتونو څخه ليدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۴۲
د کابل ولايت د حقوقو رئيس د دغه ولایت د څلورو ولسواليو د حقوقو له مديریتونو څخه ليدنه وکړه

د کابل ولايت د حقوقو رئيس محترم مفتي نصیب الله (طیب)، په (۲۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دغه ولايت د شکردرې، ګلدرې، میربچه کوټ او کلکان ولسواليو د حقوقو له مديريتونو څخه ليدنه وکړه.
د کابل د حقوقو رياست رئيس لومړی د هرې ولسوالۍ د حقوقو مديریت له کاري جريان څخه ليدنه وکړه؛ ورپسې یې اړوند مسئولینو ته ټینګار وکړ، چې له مراجعينو سره نېک چلند کوئ او حقونو ته یې پر وخت رسېدنه کوئ.
په دې سربېره محترم مفتي نصیب الله (طیب) د یادو ولسوالیو د حقوقو مدیریتونو د مراجعینو ستونزې او موضوعات واورېدل؛ ډاډ یې ورکړ، چې موضوعاتو ته به یې د اصولو مطابق په ټاکلي وخت رسېدنه کېږي.
دغه راز د حقوقو ریاست رئيس د يادو ولسواليو له ولسوالانو او د محاکمو له رئيسانو سره هم د کارونو د ښه‌والي او ښې همکارۍ په پار جلا جلا ناستې وکړې او یادو مسئولینو له خپل اړخه د پوره همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۵۰
Background image

د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محاکمو د اتم زون مسئولینو ترمنځ اداري غونډه وشوه

د کابل ولایت د ښاري ابتدائیه محاکمو د اتم زون د عمومي رئیس محترم شیخ محمد حسن (عدیل) په مشرۍ؛ په ۶/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د قضائي او اداري چارو د لا ښه‌والي او همغږۍ د تقویې په موخه اداري. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۰:۵۵
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له ښاري ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي‌الرحمن (فايز)، په ۹/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د لغمان ولایت له ښاري ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه.
د ليدنې په پيل کې د مرافعه محکمې رئيس د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۰:۳۰
Background image

د زابل ولایت مرافعه محکمې د مسئولينو په هڅو د قتل موضوع حل او فصل شوه

د زابل ولایت د مرافعه محکمې مسئولينو او د حقوقو آمریت د استازو د هڅو په پایله کې، په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د یاد ولایت د شاجوی ولسوالۍ په «شهبار» سيمه کې رامنځته شوې د قتل موضوع حل او. . .

بیا په خبرونو کی