د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له ښاري ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه
د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخيالرحمن (فايز)، په ۹/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د لغمان ولایت له ښاري ابتدائیه محکمې څخه ليدنه وکړه.
د ليدنې په پيل کې د مرافعه محکمې رئيس د یادې محکمې د رئیس، قضائي غړو او اداري کارکوونکو سره له نږدې وکتل او هغوی ته یې په خطاب کې وویل، خپلو دندو ته په پابندۍ سره دوام ورکړئ، کارونه مو په دقت، شفافیت او د اسلامي شریعت په رڼا کې ترسره کړئ، کوم خلک، چې تاسو ته مراجعه کوي، له هغوی سره نېک او اسلامي چلند وکړئ، خبرې او شکایتونه یې په صبر، زغم او پراخې حوصلې سره واورئ.
د مرافعه محکمې رئیس د ليدنې په پای کې د یادې محکمې د مسئولینو ستونزې واورېدې او د حل ډاډ يې ورکړ.
