په زابل ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۷ - ۱۴:۸
په زابل ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د زابل ولايت د دايچوپان ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې په ۴/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه يو کس ته له کوره د نامحرمې ښځې د تښتونې په جرم د محکمې په انګړ کې تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې ياد مجرم په يو کال تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرم تطبيق شوه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه او ښاري محاکمو قضائي غړو، اداري کارکوونکو، مراجعينو او عامو هېوادوالو ګډون درلود.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۴:۲۸
Background image

د سترې محکمې د محترم رئیس او قاضي‌القضات په هدایت  له زندانونو څخه (٧٥٢١) بندیان خوشي یا د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو

د افغانستان اسلامي امارت سترې محکمې عالي مقام په هدایت د ملک له زندانونو څخه د یوه مؤظف پلاوي تر لیدنو او نظارت وروسته، (٣٢٠٤) مستحقو زندانیانو ته عفوه وشوه او (٤٣١٧) نورو ته چې د تخفیف. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۴ - ۱۱:۱۴
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۵۸۸) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۰۷) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په يوه مياشت کې (له۱/ ۵/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۵/ ۱۴۴۷هـ ق نېټې) پورې (۵۸۰) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۳۰۷). . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۵:۳۱
Background image

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست اړوند مجاهدینو لپاره د معسکر د اوومې دورې افتتاحیه ناسته وشوه

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند د حضرت خالد بن ولید (رضي الله عنه) د تعلیمي مرکز قوماندانۍ د نظامي زده کړو د اوومې دورې افتتاحیه ناسته، د روان ۱۴۴۷ هـ ق کال د جمادی. . .

بیا په خبرونو کی