د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۳ هـ ش مالي کال د سترې محکمې کارکوونکو ته د غرمې ډوډۍ لپاره د ۴قلمه خوراکي توکو (وریجې، غوړي، لوبیا، نخود) د تدارکاتو په داوطلبۍ کې ګډون وکړي، د شرطپاڼې نقل د مالي او اداري چارو عمومي ریاست د تدارکاتو له آمریت څخه په فلش یا ډسک کې تر لاسه کړئ، خپل آفرونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو او د تدارکاتو قانون او طرزالعمل په رڼا کې په سربسته او تړلي ډول ددې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۵/۱/۱۴۰۳هـ ش نېټې تر ۱۰:۳۰بجو پورې د کابل ښار د عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او حسابي چارو ریاست اړوند د قراردادونو د اسانتیا عمومي مدیریت ته وسپارئ، تر یادې نېټې وروسته او د انټرنټ له لارې را رسېدلي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین په بانکي ډول (۱۴۰۰۰۰) افغانۍ دی، د آفرونو پرانیسته په ۱۵/۱/۱۴۰۳هـ ش نېټه له غرمې مخکې ۱۰:۳۰ بجې په ستره محکمه کې تر سره کېږي.
نوټ: د آفرونو د پرانستې څخه تر مخ ناسته په ۸/۱/۱۴۰۳هـ ش نېټه د سترې محکمې په تدارکاتو آمریت کې تر سره کېږي.

خبرتیاوي

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۲۷
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ۱۴۰۴ هـ ش مالي کال د تخار، دایکنډي او بدخشان ولایتونو د نظامي محاکمو لپاره درې عراده (فلډر او هایلکس) . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۴ هـ ش مالي کال لپاره له «میلاد نور  لوژستیکي شرکت» سره چې د جواز شمېره یې ( . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۱:۴۶
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۴هـ ش مالي کال لپاره د بصیر قریشي لوژستیکي شرکت سره چې د جواز شمېره یې (۶۴۷۴۲) ده . . .

Back to announcements