د هرات له غم ځپلي ولس سره د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب د غم شریکۍ او خواخوږۍ پیغام

m_admin
د هرات له غم ځپلي ولس سره د سترې محکمې د رئیس او قاضي القضات محترم شیخ عبدالحکیم (حقاني) صاحب د غم شریکۍ او خواخوږۍ پیغام

الله عزوجل په خپل سپېڅلي کلام کې د مسلمانانو د ورورولۍ په اړه فرمايي:

إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ [حجرات: ۱۰آیت]

ژباړه: بېشکه مؤمنان سره وروڼه دي.

دغه راز د مهربان، زړه سواندي او خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم حدیث شریف کې راغلي چې:

تَرَى الْمُؤْمِنِينَ فِي تَرَاحُمِهِمْ، وَتَوَادِّهِمْ، وَتَعَاطُفِهِمْ، كَمَثَلِ الْجَسَدِ، إِذَا اشْتَكَى عُضْوٌ تَدَاعَى لَهُ سَائِرُ جَسَدِهِ بِالسَّهَرِ وَالْحُمَّى. [صحیح البخاري]

ژباړه: ته به مؤمنان وینې، چې  په خپل منځني رحم، په دوستۍ او په نرمۍ کې د یو بدن په څېر دي، کله چې د بدن یو اندام په درد شي نو ټول بدن ورسره په بې خوبۍ او تبه سره ناآرامه شي.

دا چې د هرات ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د تېرې شنبې ورځې د شدیدې زلزلې له امله ګڼ شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي او د ډېرو نورو کورونه ویجاړ شوي دي؛ د سترې محکمې محترم مشرتابه له خپلو ګرانو هیوادوالو سره ځان په دې لوی غم کې شریک ګڼي او د الله تعالی له سپېڅلي دربار څخه د دې پېښې شهیدانو ته د جنت الفردوس، ټپیانو ته د عاجلې شِفاء او د دوی وارثینو ته د جمیل صبر غوښتنه کوي.

دغه راز په هیواد کې د ننه او بهر له ټولو خیریه بنسټونو، ملي تجارانو، د اسلامي امارت د محاکمو له مسؤولینو او نورو شتمنو کسانو غوښتنه کوو چې په دې سخت وخت کې د هرات د ولس لاس نیوی وکړي او تر خپل توان پورې ورسره مرسته او همکاري وکړي.

 

په درنښت

شیخ عبدالحکیم (حقاني)

د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات

 

خبرتیاوي

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۲:۱۰
Background image

د ۱۴۰۵ هـ ش کال په وروستیو شپږو میاشتو کې د محاکمو د کاري وخت په اړه خبرتیا!

د محاکمو د کاري وخت د تعیین په هکله د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) د ۲/۹/۱۴۴۳هـ ق نېټې د (۱ ج ۴۹۴) ګڼه حکم په اساس د هجري شمسي کال په دوهمو شپږو میاشتو کې «د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۲:۴۶
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتيا

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست لپاره د (۷۳۳۲) جوړو نظامي یونیفورم د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۲:۳
Background image

د سترې محکمې د تدارکاتو آمريت خبرتیا

د افغانستان اسلامي امارت د سترې محکمې تدارکات پر شرایطو برابرو ټولو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د ۱۴۰۵هـ ش مالي کال د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست لپاره د (۵۰۰) پایه مخابرو د تدارکاتو په . . .

Back to announcements