د کونړ د مرافعه محکمې رئیس د دغه ولایت د شیګل ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې لیدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۶ - ۱۳:۱۹
د کونړ د مرافعه محکمې رئیس د دغه ولایت د شیګل ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې لیدنه وکړه

په ۲۷ /۲ /۱۴۴۵ هـ ق نېټه د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم الحاج مولوي عزیز الرحمن (حقاني) د یاد ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د رئیس مولوي محمد ایوب (قلم) او د مرافعه محکمې د مدني او عامه حقوقو دېوان د رئیس محترم مولوي عبدالمالک په ملتیا د کونړ ولایت د اړوند شیګل  ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه.

د شیګل ولسوالۍ ابتدائيه محکمې رئیس مولوي حبیب الرسول د یاد پلاوي راتګ ته هرکلی او ښه راغلاست ووایه.

د مرافعه محکمې محترم رئیس د نوموړې ولسوالۍ د قضائي او اداري اجراآتو د کتلو ترڅنګ  په یو لړ قضائي اجراآتو مفصلې خبرې وکړې او د یو تعداد اجراآتو په اړه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

دغه راز د مرافعه محکمې رئیس د ابتدائيه محکمې اړوند د حقوقو مدیریت څخه هم لیدنه ترسره کړه او د مربوطه مدیریت کارونه یې هم له نږدې څخه وکتل.

د مرافعه محمکې رئیس د یادې ابتدائیه محکمې له رئیس مولوي حبیب الرسول سره د اجراآتو د بهبود په موخه تفصیلي خبرې وکړې.

محترم الحاج مولوي عزیز الرحمن (حقاني) د خپل سفرو موخه د محاکمو په اجراآتو کې شفافیت او د هېوادوالو ستونزو ته په وخت رسېدنه وبلله او زیاته یې کړه ان شاء الله په راتلونکي کې به هم د محاکمو د اجراآتو څخه د څارنې او  مشکلاتو د حل او د هېوادوالو د ستونزو د اورېدو په موخه خپلو سفرونو ته ادامه ورکوو؛ تر څو د محاکمو اجراآت په احسنه، شفافه او بې پرې توګه تر سره شي.

په پای کې نوموړي د ابتدائیه محکمې مسؤولینو او منسوبینو ته هدایت وکړ چې حاضرۍ ته پابند اوسئ، په ټاکلي وخت قضایاوو ته رسېدنه وکړئ، له مراجعینو سره ښه سلوک کوئ او په بشپړ شفافیت او صداقت خپلې چارې ترسره کړئ.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۰:۲۵
Background image

په کابل ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولايت چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۷/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.

ابتدائیه محکمې یاد مجرم پر دوه کاله تنفيذي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۳۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۵۰) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۳۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۵۰). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۳۳
Background image

په کابل ولایت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو او له کوره د تېښتې په جرمونو، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک میاشتې په ۲۸مه. . .

بیا په خبرونو کی