د روزګان ولايت ابتدائیه محاکمو د مسئولینو په هڅو د قتل دوه موضوعات حل او فصل شول
د روزګان ولايت دهراود او خاص روزګان ولسواليو ابتدائیه محاکمو د مسئولینو په ترغيبي هڅو؛ د قومي مشرانو او سپينږیرو په منځګړیتوب، د ۱۴۴۸ هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۲۰مه او ۲۳مه نېټه د قتل دوه بېلا بېل موضوعات حل او فصل شول.
د قتل اړوند په یادو موضوعاتو کې دوه کسان وژل شوي وو؛ چې ابتدائیه محاکمو ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت وڅېړل شول او د مسئولینو په هڅو او د قومي مشرانو په منځګړیتوب یاد موضوعات حل او فصل او دښمنۍ يې په دوستۍ بدلې شوې.
