د کونړ د مرافعه محکمې رئیس د دغه ولایت د شیګل ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې لیدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۶ - ۱۳:۱۹
د کونړ د مرافعه محکمې رئیس د دغه ولایت د شیګل ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې لیدنه وکړه

په ۲۷ /۲ /۱۴۴۵ هـ ق نېټه د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم الحاج مولوي عزیز الرحمن (حقاني) د یاد ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د رئیس مولوي محمد ایوب (قلم) او د مرافعه محکمې د مدني او عامه حقوقو دېوان د رئیس محترم مولوي عبدالمالک په ملتیا د کونړ ولایت د اړوند شیګل  ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه.

د شیګل ولسوالۍ ابتدائيه محکمې رئیس مولوي حبیب الرسول د یاد پلاوي راتګ ته هرکلی او ښه راغلاست ووایه.

د مرافعه محکمې محترم رئیس د نوموړې ولسوالۍ د قضائي او اداري اجراآتو د کتلو ترڅنګ  په یو لړ قضائي اجراآتو مفصلې خبرې وکړې او د یو تعداد اجراآتو په اړه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

دغه راز د مرافعه محکمې رئیس د ابتدائيه محکمې اړوند د حقوقو مدیریت څخه هم لیدنه ترسره کړه او د مربوطه مدیریت کارونه یې هم له نږدې څخه وکتل.

د مرافعه محمکې رئیس د یادې ابتدائیه محکمې له رئیس مولوي حبیب الرسول سره د اجراآتو د بهبود په موخه تفصیلي خبرې وکړې.

محترم الحاج مولوي عزیز الرحمن (حقاني) د خپل سفرو موخه د محاکمو په اجراآتو کې شفافیت او د هېوادوالو ستونزو ته په وخت رسېدنه وبلله او زیاته یې کړه ان شاء الله په راتلونکي کې به هم د محاکمو د اجراآتو څخه د څارنې او  مشکلاتو د حل او د هېوادوالو د ستونزو د اورېدو په موخه خپلو سفرونو ته ادامه ورکوو؛ تر څو د محاکمو اجراآت په احسنه، شفافه او بې پرې توګه تر سره شي.

په پای کې نوموړي د ابتدائیه محکمې مسؤولینو او منسوبینو ته هدایت وکړ چې حاضرۍ ته پابند اوسئ، په ټاکلي وخت قضایاوو ته رسېدنه وکړئ، له مراجعینو سره ښه سلوک کوئ او په بشپړ شفافیت او صداقت خپلې چارې ترسره کړئ.

 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۱:۲۸
Background image

محاکم ولایت تخار طی يک ماه علاوه بر رسيدگی به (۷۱۴) دوسیه، به تعداد (۳۷۶) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

خلاصۀ اجراآت قضائی محاکم ولايت تخار، دواوين محکمۀ مرافعه، وثايق، محکمۀ ابتدائیه شهرى و محاکم ابتدائیۀ ولسوالى‌ها از تاريخ ( ۱/ ۲/ ۱۴۴۵ هـ ق الى ۳۰/۲/ ۱۴۴۵ هـ ق) در بخش‌هاى حقوقى، جزائی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۱:۱۰
Background image

محاکم ولایت کندز طی دو هفته علاوه بر رسيدگی به (۲۷۵) دوسیه، به تعداد (۲۴۳) قطعه وثایق نیز اجرا نموده‌است

خلاصۀ اجراآت قضائی محاکم ولايت کندز، دواوين محکمۀ مرافعه، وثايق، محکمۀ ابتدائیۀ شهرى و محاکم ابتدائیۀ ولسوالى‌ها از تاريخ ( ۱۶/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق الى ۳۰/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق) در بخش‌هاى حقوقى،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۱:۴
Background image

محاکم ولایت پنجشیر طی يک ماه علاوه بر رسيده گی به (۴۱) دوسیه، به تعداد (۳۸۸) قطعه وثایق نیز اجرا نموده‌است

خلاصۀ اجراآت قضائی محاکم ولايت پنجشير، دواوين محکمۀ مرافعه، وثايق، محکمۀ ابتدائیه شهرى و محاکم ابتدائیۀ ولسوالى ها از تاريخ ( ۱/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق الى ۱/ ۳/ ۱۴۴۶ هـ ق) در بخش‌هاى حقوقى،. . .

بازگشت به اخبار