د کونړ د مرافعه محکمې رئیس د دغه ولایت د شیګل ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې لیدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۶ - ۱۳:۱۹
د کونړ د مرافعه محکمې رئیس د دغه ولایت د شیګل ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې لیدنه وکړه

په ۲۷ /۲ /۱۴۴۵ هـ ق نېټه د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم الحاج مولوي عزیز الرحمن (حقاني) د یاد ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د رئیس مولوي محمد ایوب (قلم) او د مرافعه محکمې د مدني او عامه حقوقو دېوان د رئیس محترم مولوي عبدالمالک په ملتیا د کونړ ولایت د اړوند شیګل  ولسوالۍ له ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه.

د شیګل ولسوالۍ ابتدائيه محکمې رئیس مولوي حبیب الرسول د یاد پلاوي راتګ ته هرکلی او ښه راغلاست ووایه.

د مرافعه محکمې محترم رئیس د نوموړې ولسوالۍ د قضائي او اداري اجراآتو د کتلو ترڅنګ  په یو لړ قضائي اجراآتو مفصلې خبرې وکړې او د یو تعداد اجراآتو په اړه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

دغه راز د مرافعه محکمې رئیس د ابتدائيه محکمې اړوند د حقوقو مدیریت څخه هم لیدنه ترسره کړه او د مربوطه مدیریت کارونه یې هم له نږدې څخه وکتل.

د مرافعه محمکې رئیس د یادې ابتدائیه محکمې له رئیس مولوي حبیب الرسول سره د اجراآتو د بهبود په موخه تفصیلي خبرې وکړې.

محترم الحاج مولوي عزیز الرحمن (حقاني) د خپل سفرو موخه د محاکمو په اجراآتو کې شفافیت او د هېوادوالو ستونزو ته په وخت رسېدنه وبلله او زیاته یې کړه ان شاء الله په راتلونکي کې به هم د محاکمو د اجراآتو څخه د څارنې او  مشکلاتو د حل او د هېوادوالو د ستونزو د اورېدو په موخه خپلو سفرونو ته ادامه ورکوو؛ تر څو د محاکمو اجراآت په احسنه، شفافه او بې پرې توګه تر سره شي.

په پای کې نوموړي د ابتدائیه محکمې مسؤولینو او منسوبینو ته هدایت وکړ چې حاضرۍ ته پابند اوسئ، په ټاکلي وخت قضایاوو ته رسېدنه وکړئ، له مراجعینو سره ښه سلوک کوئ او په بشپړ شفافیت او صداقت خپلې چارې ترسره کړئ.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۱:۵۷
Background image

د کابل ولایت اختصاصي محکمې په يوه مياشت کې (۹۶) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

 د کابل ولایت اختصاصي محکمې له ۱ /۶ /۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۳۰ /۶ /۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې (۹۶) دوسيو ته رسېدنه کړې ده؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د کابل ولايت اختصاصي محکمې ته په يوه مياشت کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۱۲:۱۹
Background image

په پکتيا ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د پکتيا ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ په ۷/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان یاد متهم پر يو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۰ - ۱۲:۱۵
Background image

په غزني ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د غزني ولايت د مقر ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې  يو کس ته د بداخلاقۍ په جرم په ۶/ ۷/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د مقر ولسوالۍ ابتدائيه محکمې ياد مجرم پر څلور کاله. . .

بیا په خبرونو کی