د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په يوه مياشت کې د (۶۰) وثيقو د تصحيح قرارونه صادر کړي دي

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۱:۳۶
د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په يوه مياشت کې د (۶۰) وثيقو د تصحيح قرارونه صادر کړي دي

د کابل ولايت مرافعه محکمې وثيقو د تصحېح کمېسيون په یوه میاشت کې (له ۱ /۵ /۱۴۴۷ څخه تر ۳۰ /۵ /۱۴۴۷ هـ ق نېټې) پورې د (۶۰) بېلابېلو وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړي دي.
د یادونې وړ ده چې یاد کمېسیون د ټولو هغو وثیقو د تصحيح لپاره د سترې محکمې عالي مقام د هدایت په اساس جوړ شوی؛ چې مخکې د کابل ولایت په ټولو محاکمو کې ترتیب شوې، یادې وثیقې د ترتیب پر مهال په سمه توګه ډکې شوې نه وې او یا هم د وثیقو د ذی النفع شخص په نورو اسنادو کې د تغیراتو په راتګ سره د یاد شخص وثیقه هم تصحیح ته اړتیا ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۳۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۵۰) وثیقې يې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۳۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۵۰). . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۳۳
Background image

په کابل ولایت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د کابل ولایت چهارآسیاب ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو او له کوره د تېښتې په جرمونو، د ۱۴۴۷هـ ق کال د رمضان المبارک میاشتې په ۲۸مه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۱
Background image

د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۵۱۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۲۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۱۸/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټې څخه ۲۹ /۹ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټې پورې (۵۱۷) دوسيو ته پر رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی