د هلمند ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۱۱:۴۶
د هلمند ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د هلمند ولایت مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم الحاج مولوي محمد (محمدي) په مشرۍ چې د مرافعه محکمې مرستيال، د دېوانونو رئیسانو، مفتیانو، محررینو، د تحریراتو آمر او د امنیتي قطعې مسؤول په کې ګډون درلود، په ۱۸/ ۹/ ۱۴۴۶هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس د غونډې اجنډا وړاندې کړه او په هغو موضوعاتو چې له ابتدائیه محاکمو څخه راغلي وو؛ هر اړخير بحث وشو.
د غونډې په دوام د ابتدائیه محکمې څخه راغلو موضوعاتو ته حللارې پيدا او وړاندیز شوې.
دغه راز په دې غونډه کې علماء کرامو ته ځينې موضوعات ورکړل شول، ترڅو يې ځوابونه په تحریري شکل راتلونکې اداري غونډې ته راوړي.
د غونډې په وروستيو کې د مرافعه محکمې رئیس لخوا د چارو د سمون په موخه ګډونوالو ته لازم هدایات وشول.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۳۶
Background image

د هرات ولایت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د هرات ولایت د حقوق آمریت په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۱۰/۱هـ ق څخه تر۳۰ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۲۳
Background image

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس محترم شيخ حفيظ الله (محمدي) په مشرۍ؛ د قضائي هیئت شیخ بابه قل (حنیف)، مولوي سعید الرحمن (کوثري)، مولوي احسان الله (حیدر)، د وثایقو او مخزن د دوو حوزو د آمرینو. . .

بیا په خبرونو کی