د سترې محکمې د عالي مقام دفتر عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۲۵
د سترې محکمې د عالي مقام دفتر عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې عالي مقام دفتر عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې عمده فعالیتونه په لاندې ډول دي:
1.    د مشرتابه محترم عالي مقام د حکم او د قاضي‌القضات او د سترې محکمې د محترم رئیس صاحب د هدایت پر بنسټ، د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت (۹۰۰۳) محبوسینو ته عفوه وشوه یا د بند په موده کې تخفیف ورکړل شو.
2.    له محاکمو، وزارتونو او خپلواکو امارتي ادارو څخه راغلي د بېلابېلو موضوعاتو په هکله (۲۶۸۴) مکتوبونه او وړاندیزونه د سترې محکمې عالي مقام تر هدایت وروسته یادو مراجعو ته لېږل شوي دي. 
3.    د رؤیت هلال مرکزي هیئت درې غونډې، د تعلیمي نصاب هیئت (۱۲) غونډې تنظیم او ترسره شوې دي.
4.    د سترې محکمې عالي مقام د دفتر عمومي رئیس له لسګونه مراجعینو سره د دوی د مشکلاتو د اورېدو او حل په موخه کتلي دي، یا یې د اړتیا پر مهال د سترې محکمې له محترم رئیس او قاضي‌القضات شیخ صاحب سره د دوی د ملاقات زمینه برابره کړې ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۵:۱۲
Background image

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې عالي مقام د تحریراتو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي: 
۱ـ د مراجعينو (۳۳۳۰) عريضې یاد ریاست ته راغلې؛ د عالي مقام څخه له هدایت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۳:۵۶
Background image

د سترې محکمې د قضائي تفتيش عمومي رياست د ۱۴۴۷هـ ق کال د څلورمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې د قضائي تفتيش عمومي رياست د ۱۴۴۷هـ ق کال په څلورمه ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ د لوګر، پروان، هلمند، پنجشېر، سمنګان او کابل ولایتونو مرافعه محاکمو په ګډون. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۳۶
Background image

د کابل ولایت مرافعه، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونيو کې (۵۱۶) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت مرافعه محکمې دېوانونو، د نشه‌يي توکو او مسکراتو څخه د مخنيوي او اختصاصي محاکمو په دوو اونیو کې (له ۱۶ /۱ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۲۹ /۱ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۵۱۶) دوسيو ته رسېدنه. . .

بیا په خبرونو کی