د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست اړوند مجاهدینو لپاره د معسکر د شپږمې دورې افتتاحیه ناسته وشوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۲:۴۲
د سترې محکمې د امنیتي او اجرائيوي چارو ریاست اړوند مجاهدینو لپاره د معسکر د شپږمې دورې افتتاحیه ناسته وشوه

د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست اړوند د حضرت خالد بن ولید (رضي‌الله عنه) د تعلیمي مرکز قوماندانۍ د نظري او نظامي زده کړو د شپږمې دورې افتتاحیه ناسته نن پنجشنبه د روان ۱۴۴۷ هـ ق کال د ربیع الآخر میاشتې ۲مه نېټه د یاد ریاست په انګړ کې ترسره شوه.
په دې غونډه کې د سترې محکمې د امنیتي او اجرائیوي چارو ریاست د تفتیش او کنټرول عمومي مدیر مفتي عبدالرؤف (عمري)، د حضرت خالد بن ولید (رضي‌الله عنه) د تعلیمي مرکز مرستیال ملا عبدالودود (مسافر) او نورو مسؤولینو او منسوبینو ګډون درلود.
 ناسته د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پيل شوه؛ ورپسې د غونډې ګډونوالو ته د یاد ریاست د تفتیش او کنټرول عمومي مدیر مفتي عبدالرؤف (عمري) د اعداد د ارزښت په اړه وینا وکړه وویل، په دنیا او آخرت کې به هغه څوک بری مومي چې له دنیوي ستونزو سره د سالمې مبارزې لپاره اعداد او تدریب وکړي، د اعداد په کولو سره به مجاهدین د فزیکي وړتیاوو څخه لا برخمن شي او هم به د مجاهدینو عقیدې لا راسخې او مستحکمې شي.
نوموړي زیاته کړه، دا چې ټول مسلمانان د خپلو امیرانو په پوره اطاعت مامور شوي؛ که د خپلو مشرانو پوره اطاعت وکړئ له هر شر څخه به په امن وئ او هرې ستونزې ته به یوازې نه یاست، د اسلامي نظام د بقاء لپاره دا ستړیاوې او مشقتونه وزغمئ او دغه اسلامي نظام لا مستحکم او پر خپلو پښو ودروئ؛ تر څو الهي مکلفیت ادا او دغه اسلامي نظام ته د خدمت جوګه شئ.
د یادونې وړ ده چې په یاده دوره کې به (۱۰۰) تنه مجاهدینو ته نظامي، نظري، عملي او عقیدوي روزنه ورکړل شي. 
غونډه د یاد ریاست مطبوعاتو د آمر مولوي حبیب الرحمن (روحاني) لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۵:۴۳
Background image

په میدان وردګ ولايت کې دوو متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ميدان وردګ ولايت چک ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته چې پر غلا متهم وو؛ نن يکشنبې ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه تعزيري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهمين پر دوه ـ دوه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۳۶
Background image

د هرات ولایت د حقوقو آمریت په یوه میاشت کې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د هرات ولایت د حقوق آمریت په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۱۰/۱هـ ق څخه تر۳۰ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۰۴۱) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۲۳
Background image

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د بلخ زون نظامي محکمې رئيس محترم شيخ حفيظ الله (محمدي) په مشرۍ؛ د قضائي هیئت شیخ بابه قل (حنیف)، مولوي سعید الرحمن (کوثري)، مولوي احسان الله (حیدر)، د وثایقو او مخزن د دوو حوزو د آمرینو. . .

بیا په خبرونو کی