د سترې محکمې د امنيتي او اجرائيوي چارو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۲:۳
د سترې محکمې د امنيتي او اجرائيوي چارو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې امنيتي او اجرائيوي چارو ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په درېیمه ربعه کې لاندې عمده فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱- د ریاست له‌خوا د مجاهدینو د اړتیاوو د پوره کېدو او د چارو د لا ښه تنظیم په موخه له بېلا بېلو امارتي ادارو سره پرله ‌پسې استعلامونه او رسمي وړاندیزونه تبادله شوي، چې له امله یې ګڼ شمېر موارد پر وخت حل او یا د حل کېدو په حال کېدلو دي.
۲ـ د اداري چارو د لا ښه تنظیم، د ستونزو د راکمولو او د تصمیم نیونې د چټکتیا په موخه، له اړوندو مسؤولینو سره منظمې اونیزې غونډې ترسره شوې؛ په دغو غونډو کې د روانو چارو ارزونه، د ستونزو تشخیص او د حل لارې چارې په تفصیل سره څېړل شوې دي.
۳ـ د چارو د اصلاح، همغږۍ او د احتمالي ستونزو د مخنیوي په موخه له علماء کرامو سره هم په دوامداره توګه مشورتي غونډې ترسره شوې؛ چې د شرعي اصولو په رڼا کې د چارو د سمون لپاره مهمې لارښوونې تر لاسه شوې دي.
۴ـ د مشرتابه عالي مقام احکام، فرامین او هدایات په منظم ډول د ملک ټولو محاکمو او اړوندو مجاهدینو ته لېږل شوي، تر څو د هغوی د دقیق تطبیق ترڅنګ د پوهاوي کچه هم لوړه شي.
۵ـ د امنیتي قطعاتو د تجهیز، پیاوړتیا او د هغوی د اړتیاوو د پوره کولو په موخه پراخ لوژستیکي فعالیتونه ترسره شوي دي؛ د سترې محکمې د مرکزي محافظتي قوماندانۍ په شمول د ملک د ټولو ولایتونو د محاکمو محافظتي قطعاتو ته ټولټال (۱۰۵۵) قلمه بېلابېل توکي خریداري، اکمال او توزېع شوي، چې په کې لوژستیکي، تجهیزاتي، تعمیراتي، تسلیحاتي، مفروشاتي، البسوي، مخابراتي، قرطاسیه، نور خوراکي او غیر خوراکي مواد شامل دي.
۶ـ د امنیتي او اجرائیوي چارو د دوام او د وسایطو د فعال ساتلو په موخه، د محروقاتو په برخه کې هم پراخ اقدامات ترسره شوي دي؛ چې ټولټال (۱۸۷,۹۲۵) کیلو مایع ګاز، (۲۳,۸۳۰) لیټره پټرول او (۲,۹۰۰) لیټره ډیزل خریداري، اکمال او اړوندو قطعاتو ته توزېع شوي دي.
۷ـ د بشري سرچینو د منظم مدیریت او د تشکیلاتي جوړښت د پیاوړتیا په موخه، د (۶۸۸) محافظینو په اړه لازم اداري اجراآت ترسره شوي دي، چې په دې اجراآتو کې تبدیلۍ، تقررۍ، د رتبې لوړوالی (ارتقاء قدم)، د سوانحو ترتیب او ثبت او د هویت کارتونو جوړول شامل دي.
۸ـ د نظامي محاکمو د احکامو د تطبیق په برخه کې د جلب، احضار او محبوسینو د تنظیم چارې په منظم او دقیق ډول ترسره شوې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی