د سترې محکمې اړوند جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستيال د نیمروز ولایت له محاکمو څخه ليدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۴:۴۸
د سترې محکمې اړوند جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستيال د نیمروز ولایت له محاکمو څخه ليدنه وکړه

د سترې محکمې اړوند جنوب لوېديځ زون قضائي مرستيال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب؛ د نظامي معاونیت د قضائي غړي مولوي محمد هاشم (الهام)، مفتي فضل الله (عاصم)، د جنوب لوېديځ زون قضائي تفتيش غړي شيخ محمد لعل، مولوي عطاء الرحمن، د جنوب لوېديځ زون د تميز عالي رياست تجارتي دېوان مفتي مولوي مغفور الله او يو شمېر نورو غړو په ملتیا، د ۱۴۴۷ هـ ق کال د ذوالقعدة الحرام مياشتې په ۲۰مه ۲۱مه او ۲۲مه نېټه د نیمروز ولايت له مرافعه، ښاري ابتدائيه، نظامي او اختصاصي محاكمو څخه لیدنه وکړه.
په پیل کې محترم شیخ نور الله (منير) صاحب او ورسره مل پلاوي د نیمروز ولایت ټولو قضائي، اداري خدمتي او نظامي مسؤولينو سره په یوه غونډه کې وکتل.
ورپسې محترم شیخ منیر صاحب ګډونوالو ته وويل، د محاکمو د قضائي، اداري او نظامي برخو ټول مسؤولینو او منسوبین باید ورسپارل شوې دندې په بشپړه امانتدارۍ او اخلاص  ترسره کړي، د مؤکلینو او دعوی د اړخونو ستونزې او مسایل باید د اسلامي احکامو په رڼا کې حل کړي.
محترم شيخ منیر صاحب زیاته کړه، محاکمو ته راجع شوې دوسیې باید د پرېکړې د دلیلونو تر څېړلو او بشپړېدو وروسته عاجلې فیصله کړو، که په دې برخه کې ځنډ وکړو، ګناه ګڼل کېږي.
د ليدنې په دوام قضائي مرستیال او ورسره مل هیئت د یادو ټولو محاکمو د رياستونو دېوانونو او ادارو څخه له نږدې لیدنه وکړه؛ د دوی چارې یې وکتلې، اړتياوې يې واورېدې او د حل ډاډ يې ورکړ.
د سترې محکمې قضائي مرستیال وویل، د دې لیدنې موخه د عدلي او قضائي ادارو د چارو بیا کتنه، د همغږۍ پیاوړتیا، د څارنې پروسې ښه کول او د خلکو موضوعاتو ته په اغېزمنه توګه رسېدنه وه؛ هغه ټینګار وکړ، چې مسؤولين مکلف دي چې په بشپړ اخلاص او صداقت د عدالت د تأمین په روحیه خلکو ته خدمت وکړي.
دغه راز په دې غونډه کې د سیمه‌ییزو ادارو، عدلي او قضائي ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د قضیو د حل پروسې چټکتیا، په اداري او قضائي چارو کې د روڼتیا ډاډمنول، د شرعي او قانوني عدالت ښه پلي کول، خلکو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو د کیفیت ښه کولو په اړه هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د سترې محکمې دغه لوړ رتبه پلاوي د خپل سفر په دوام، د نیمروز ولایت له مرستیال والي،  امنیه قوماندان، استخباراتو او علماوو شورا له رئیسانو سره ليدنه وکړه؛ د محاکمو او نورو امارتي ادارو ترمنځ پر ښې همغږۍ، همکارۍ او اړوند نورو موضوعاتو يې بحث او خبرې وکړې.
د لیدنې په پای کې د ياد ولایت مسؤولينو له ورغلي هيئت څخه خوښي څرگنده کړه؛ چې د دوی حال اخلي، ستونزې يې اوري او د حل په موخه یې اړوند مراجعو ته سپارښتنه کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۲:۵۶
Background image

د کابل ولايت مرافعه محکمې د رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم الحاج مفتي ذبیح الله (ساجد) په مشرۍ؛ د یادې محکمې د دېوانونو د رئیسانو په ګډون، د کاري همغږۍ، د چارو د لا سمون او د هېوادوالو د حقوقي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۵
Background image

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د ننګرهار ولایت د مرافعه محکمې رئیس خلیفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) په مشرۍ؛ په ۲/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
په یاده غونډه کې د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس مولوي سلطان محمد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

د میدان وردګ ولايت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۴۷) دوسیو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ميدان وردګ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق څخه ۲۹/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۴۷) دوسيو ته پر رسېدنې سربېره، (۱۳۷). . .

بیا په خبرونو کی