د فراه محاکمو په يوه مياشت کې د (۲۸۴) دوسیو پر حل او فصل سربېره، (۳۴۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۷ - ۱۰:۳۸
د فراه محاکمو په يوه مياشت کې د (۲۸۴) دوسیو پر حل او فصل سربېره، (۳۴۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د فراه ولايت مرافعه محکمې، وثايقو، ښاري ابتدائیه محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې له ( ۹/ ۶/ ۱۴۴۵هـ ق نېټې څخه تر ۶/ ۷/ ۱۴۴۵ هـ ق) نېټې د (۲۸۴) دوسيو پر حل او فصل سربېره، (۳۴۵) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:

په حقوقي برخه کې:

د فراه ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۷۸) حقوقي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه (۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۲۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۴) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:

د فراه ولایت محاکمو ته په يو مياشت کې (۲۱۹) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.

له دې جملې څخه (۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې، د (۳۸) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۶۹) دوسیې فیصله شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

د وثيقو برخه کې:

د فراه ولايت محاکمو په يو مياشت کې (۳۴۵) بېلا، بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د خوست ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي عین الله (خلیل)؛ د یاد ولايت والي محترم مولوي عبدالله (مختار)، د علماوو شورا رئیس شيخ انور حسین او غړو، په ۲۲/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

د لوګر ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د وثايقو او تحریراتو آمرینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۵۱
Background image

په ننګرهار ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت سرخرود ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ په ۲۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر يو کال تنفيذي بند او. . .

بیا په خبرونو کی