د لوګر ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱
د لوګر ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د وثايقو او تحریراتو آمرینو په ګډون، په ۲۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
غونډه د ښاري ابتدائیه محکمې د عامه امنيت دېوان رئیس مولوي عبدالمقدس (مبشر) لخوا د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې رئيس له ګډونوالو سره د ناستې اجنډا شريکه کړه.
د غونډې په دوام د سترې محکمې عالي مقام د متحدالمآلونو پر هدایاتو او نورو مهمو موضوعاتو بحث او خبرې وشوې، له بحث وروسته یو شمېر مهم موضوعات او هدایات د تطبیق او ورځنیو چارو د لا چټکتیا په موخه یادداشت او له ګډونوالو سره شريک شول.
دغه راز د دېوانونو او محاکمو مسؤولینو د مرافعه محکمې رئیس ته د یادو موضوعاتو او هدایاتو د پوره تطبيق ډاډ ورکړ.
غونډه د مرافعه محکمې د عامه امنيت دېوان رئیس مولوي نېک محمد (شاهد) لخوا د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
د یادونې وړ ده چې یاده غونډه د ورځنیو قضائي او اداري کارونو د ښه تنظیم او چټکتیا، کاري احصائیوي راپورونو ته په خپل وخت پر رسېدنه سربېره له مراجعینو سره د نېک چلند او همغږۍ په موخه جوړه شوې وه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د خوست ولايت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د خوست ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مولوي عین الله (خلیل)؛ د یاد ولايت والي محترم مولوي عبدالله (مختار)، د علماوو شورا رئیس شيخ انور حسین او غړو، په ۲۲/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

د لوګر ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د لوګر ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم الحاج شیخ محمد ګلاب (فاروقي) په مشرۍ؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو، د وثايقو او تحریراتو آمرینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۲:۵۱
Background image

په ننګرهار ولايت کې يوه متهم ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت سرخرود ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې يو کس ته چې پر غلا متهم و؛ په ۲۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد متهم پر يو کال تنفيذي بند او. . .

بیا په خبرونو کی