د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۳۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۱۶ - ۱۱:۱۹
د بلخ ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۳۸) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۶) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه، د بلخ زون نظامي او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په دوو اونيو کې د ۲۲/ ۹/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټې څخه ۵ /۱۰ / ۱۴۴۶ هـ ق نېټې پورې (۲۳۸) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۸۶) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۸۲) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۹۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۳) دوسیې فیصله شوې، (۲۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۱۶) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۶) دوسیې فیصله شوې، (۱۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۸۶) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۳۷
Background image

د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولینو لخوا د جبري نکاح مخه ونیول شوه

د پکتيکا ولايت ارګون ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولینو په ۱۸/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه په بدو کې د يوې نجلۍ د ورکولو او جبري نکاح مخنیوی وکړ.
په یاده موضوع کې (۱۲) کاله مخکې یوه نجلۍ چې هغه مهال. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۱:۳
Background image

د ميدان وردګ ولايت جغتو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې مسؤولينو په هڅو د قتل (۴۰) کلنه موضوع حل شوه

 د میدان وردګ ولايت جغتو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د مسؤولينو په هڅو؛ قومي مشرانو او سپين‌ږیرو په منځګړیتوب، (۴۰) کاله مخکې رامنځته شوې د ځمکې پر سر حقوقي موضوع په ۵/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق حل او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د کندهار ولایت مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د کندهار ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم شیخ محمد (محمدي) په مشرۍ؛ د مرافعه محکمې د دېوانونو، وثایقو آمریتونو او اختصاصي محکمې د ټولو قضائي غړو، د تحریراتو رئیس او د دعوت او ارشاد. . .

بیا په خبرونو کی