د هرات، زابل او روزګان ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۵۶۰۶) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۵:۷
د هرات، زابل او روزګان ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې (۵۶۰۶) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست اړوند د هرات، زابل او روزګان ولایتونو د حقوق آمریتونو په یوه میاشت کې له ( ۱۴۴۷/۷/۱ هـ ق څخه تر ۲۹ /۷ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۵۶۰۶) عرض‌پاڼو او دوسيو ته رسېدنه کړې د‎ه؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د عرض‌پاڼو په برخه کې:
د هرات، زابل او روزګان ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۵۳۵۳) عرض‌پاڼو ته رسېدنه کړې ده.
 له دې جملې څخه (۱۲۵۷) عرض‌پاڼې اصلاح او ابراء شوې، (۷۶۹) عرض‌پاڼې محاکمو ته لېږل شوې، (۴۱۹) عرض‌پاڼې نورو ادارو ته راجع شوې، (۲۷۸۹) عرض‌پاڼې حفظ شوې او پاتې عرض پاڼې تر کار لاندې دي.
د دوسيو په برخه کې:
د هرات، زابل او روزګان ولایتونو د حقوقو آمریتونو په یوه میاشت کې د مدني، فاميلي او سوداګریزو دعواوو په برخه کې (۲۵۳) دوسيو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه (۱۱۳) دوسيې تطبيق شوې، (۴۹) دوسيې محاکمو ته لېږل شوې، (۲۲) دوسيې نورو ادارو ته راجع شوې، (۶۹) دوسيې حفظ شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۲۵۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۱۸) وثیقې هم اجرا کړې دي

د ننګرهار ولايت مرافعه، وثايقو، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۵/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۵۲) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۱۸. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۹:۳۵
Background image

د کابل ولایت مرافعه محکمې مرستیال د یادې محکمې د مخزن آمریت له چارو څخه لیدنه وکړه

د کابل ولایت د مرافعه محکمې مرستیال، مفتي محمد مبین الطاف (ابوالاعجاز)، د ۱۴۴۷هـ ق کال د ذوالحجة الحرام میاشتې په ۲۱مه نېټه، د دغه ولایت د اړوند محاکمو د سندونو، دوسیو او رسمي وثیقو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۰:۱۲
Background image

د فراه ولايت محاکمو په دوو اونیو کې (۲۲۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۳۵) وثیقې هم اجرا کړې دي

د فراه ولايت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، وثايقو او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۶/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۲۲۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (. . .

بیا په خبرونو کی