په خوست ولایت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۰:۱۲
په خوست ولایت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د عامه امنيت دېوان د پرېکړې له مخې دوو کسانو ته د نشه‌يي توکو د خرڅلاو په جرم؛ په ۶/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
امنيت عامه دېوان یاد مجرمين پر دوه ـ دوه کاله او اته ـ اته میاشتو تنفيذي بند او ۳۵ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمينو تطبيق شوه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د خوست ولايت د محاکمو قضائي او نظامي منسوبینو، د علماوو شورا رئیس شیخ انور حسین (حسیني) او عامو هېوادوالو ګډون درلود.
غونډه د تعزیري سزا حکم له تطبيق وروسته د علماوو شورا رئيس لخوا د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۳۴
Background image

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د مسؤولینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ اصلاحي غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، قضائي غړو او آمرینو لپاره، نن سه‌شنبې (۲۸ /۱ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد رياست مياشتنۍ اصلاحي او مذاکراتي غونډه وشوه.
په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۶
Background image

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د درېیو ولسواليو له ابتدائیه محاکمو څخه ليدنه وکړه

د ننګرهار ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم خليفه مولوي محبوب الرحمن (نقشبندي) او ورسره مل هيئت، د ۱۴۴۸هـ ق کال د محرم الحرام میاشتې په ۱۵مه، ۱۶مه او ۱۷مه نېټه د دغه ولايت د مهمندرې،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۰:۳۳
Background image

د زابل ولايت د مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د زابل ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم شیخ غلام حضرت ابوالمنذر (زاهدي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې د ټولو دېوانونو د قاضي صاحبانو او قضائي غړو په ګډون، په ۲۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه. . .

بیا په خبرونو کی