په ننګرهار ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۱۲:۱۷
په ننګرهار ولايت کې دوو مجرمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د ننګرهار ولايت ده بالا ولسوالۍ ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم؛ په ۲۹/ ۱۰/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائیه محکمې یاد مجرمين پر ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائيد وروسته تطبيق شوه.
په دې موخه جوړې شوې غونډه کې د یادې محکمې رئيس مفتي عبدالفتاح، مفتي او کارکوونکو، د یادې ولسوالۍ مرستيال، د استخباراتو مدیر، امنیه قوماندان او د اړوند ولسوالۍ کارکوونکو او مراجعینو ګډون درلود.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۱:۱۵
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت اوو آمریتونو په دوو اونیو کې (۱۲۹۹) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت اوو آمریتونو په دوو اونیو کې له (۱۶/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ ق څخه تر ۳۰/ ۳/ ۱۴۴۸ هـ ق) نېټې پورې (۱۲۹۹) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي؛ چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:
. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۱۰
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د نورستان ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یو مؤظف پلاوي د محترم مولوي عبدالله (ذکي) په مشرۍ؛ چې مولوي عبدالولي (مصباح) او مولوي مطیع الحق (اصف) يې غړيتوب درلود، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۲۵
Background image

د میدان وردګ ولایت محاکمو په یوه میاشت کې (۲۵۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د میدان وردګ ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په یوه میاشت کې (له ۱ /۳ /۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۳۰ /۳ /۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۲۵۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۷). . .

بیا په خبرونو کی