د زابل ولایت محاکمو په یوه میاشت ‎کې (۴۱۶) حقوقي او جزائي دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۹۱) وثیقې هم اجرا کړې دي.

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۹:۵۹
د زابل ولایت محاکمو په یوه میاشت ‎کې (۴۱۶) حقوقي او جزائي دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۹۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د زابل ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱ / ۵ / ۱۴۴۸هـ ق څخه تر   ۳۰ / ۵ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۴۱۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۹۱) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.

په حقوقي برخه کې:

د زابل ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۴۷۵) حقوقي دوسیې راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.

له دې جملې څخه د (۱۳۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۰۵) دوسیې فیصله شوې، (۱۵) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

په جزائي برخه کې:

د زابل ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۱۴۶) جزائي دوسیې راجع شوې دي؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.

له دې جملې څخه د (‎۱۰۹) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۹) دوسیې فیصله شوې، (۱) دوسیه مکتوبي مسترده شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

د وثيقو برخه کې:

د زابل ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۹۱) بېلا بېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۹:۵۹
Background image

د زابل ولایت محاکمو په یوه میاشت ‎کې (۴۱۶) حقوقي او جزائي دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۹۱) وثیقې هم اجرا کړې دي.

د زابل ولایت مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱ / ۵ / ۱۴۴۸هـ ق څخه تر   ۳۰ / ۵ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۴۱۶) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۵:۶
Background image

د پکتیکا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس په مشرۍ د همغږۍ غونډه وشوه

د پکتیکا ولایت مرافعه محکمې د عمومي رئیس محترم مفتي محمود سید (مخلص) په مشرۍ، د دغه ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د رئیس، د دې محکمې د جزا دېوان رئیس، امنیه قوماندان، د فرمانونو او حکمونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۴:۴۸
Background image

د پکتیا ولایت مرافعه محکمې د عمومي رئیس په مشرۍ اداري او قضائي غونډه وشوه

د پکتیا ولایت مرافعه محکمې د عمومي رئیس محترم الحاج مفتي عزیزالله (حیدري) په مشرۍ، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئیسانو او غړو، د اختصاصي محکمې رئیس او غړو، د وثایقو،. . .

بیا په خبرونو کی