د سترې محکمې د تدقيق او مطالعاتو عمومي ریاست د ۱۴۴۸ هـ ق کال د لومړۍ ربعې لنډ راپور
د سترې محکمې د تدقيق او مطالعاتو عمومي ریاست د ۱۴۴۸ هـ ق په لومړۍ ربعه کې لاندې مهم فعاليتونه ترسره کړې دي:
۱ـ د حقوقي او قضائي مطالعاتو ریاست قضائي مدققینو د شاهدانو د تزکیې د طرز العمل، د سترې محکمې د اداري غونډو د تنظیم طرزالعمل، د قضاء کتابتون لایحې، د معلوماتو د ذخیرې (ډیټابیس) طرزالعمل، د قاضیانو د رسمي جامو د لایحې او د رشوت د مجازاتو طرزالعمل کتابونو د هرې مادې له شرعي تخریج وروسته ترتیب او د راتلونکو اجراآتو په موخه د سترې محکمې عالي مقام ته وړاندې کړې دي.
۲ـ د سترې محکمې د رهبرۍ مقام د هدایت پر اساس، ټولو طرزالعملونو، لایحو او لارښودونو کې د (بسم الله الرحمن الرحیم)، خطبې، فصلونو او مادو د شاملولو په موخه اجراآت ترسره شوي دي.
۳ـ د دارالانشاء ریاست له لوري رالېږل شوې (۲۷) طرزالعملونه له یادو مواردو سره تر بشپړولو وروسته، بېرته د دارالانشاء ریاست ته لېږل شوي دي.
۴ـ د سترې محکمې عالي مقام د هدایت پر اساس، د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې د استهداء او تخار ولایت د مرافعه محکمې د استهداء ملاحظات د جزائي اصولنامې په اجمال او ملاحظاتو کې درج شوي، یاد اسناد د بعدي اجراآتو په موخه د دارالانشاء عمومي ریاست ته لېږل شوي دي.
۵ـ د قضائي معاونیت د هدایت پر اساس، د شرطې د قانون دوسیو لپاره ترتیب شوی فارمت د قضائي مدققینو له لوري تر غور او ارزونې لاندې نیول شوی او د راتلونکو اجراآتو په موخه د سترې محکمې عالي مقام ته لېږل شوی دی.
۶ـ د کابل ولایت مرافعه محکمې د مخزن آمریت د استازي په ګډون د دې ریاست د رئیس په مشرۍ، د وثایقو د مثنی د وېش اصول ترتیب شوي او یاد اصول د راتلونکو اجراآتو لپاره د دارالانشاء عمومي ریاست ته لېږل شوي دي.
